امریکا ته افغان جګړه په څومره بیه تمامه شوه؟

usa

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا پوځ افغانستان کې د طالبانو ضد جګړه کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په میلیاردونو ډالر لګولي دي.

خو که د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا خبرې بریالۍ کېږي، ښايي افغانستان کې ور سره د امریکايي پوځيانو شتون هم پای ومومي.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، افغان جګړه د امریکا حکومت او ټولنې ته په پنځه سوه میلیارد ډالره بیه تمامه شوې ده.

خو دا شمېره څومره سمه ده او څنګه دومره لګښت شوی دی.

افغان
د عکس تشریح، له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۸ په افغالنستان کې امریکايي ځواکونه.

امریکا د ۲۰۰۱ کال اکټوبر کې پر افغانستان په دې دلیل یرغل وکړ چې طالبانو د القاعده پخواني مشر بن لادن او لوړپوړو مشرانو ته چې د سپټمبر ۱۱ بریدونو باندې تورن دي پنا ور کړې ده.

امریکا طالبان له واک لرې کړل، خو دې ډلې افغانستان کې اوږدمهالې جګړه پیل کړه.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر ډېرېدلو سره واشنګټن اړ شو چې د طالبانو سره جګړې او بیارغونې ته په میلیاردونو ډالر ځانګړي کړي.

د امریکايي حکومت د شمېرو له مخې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ ترمنځ چې دغه هېواد افغانستان کې له یو لک ډېر سرتېري لرل، د کال یې لګښت سل میلیارد ډالرو ته رسېد.

خو امریکايي پوځ چې له عملیاتو په ځای د افغان پوځ پر روزلو بوخت شو، لګښت یې هم کم شو او د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ یې لګښت هم تر ۴۰ میلیارد ډالرو ټیټ شو.

د روان کال لګښت هم ۱۸ میلیارد ډالر اټکل شوی دی.

خو د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې ۷۶۰ میلیارد ډالر لګولي دي.

دا شمېر تر هغه ډېر دی چې افغان حکومت یې وايي.

مګر د امریکا د برن پوهنتون څېړنه وايي، په افغانستان کې د لګښت په هکله د امریکا رسمي شمېر له اصلي شمر ډېر کم ښودل شوی دی.

څېړنه کې ویل شوي، دې پیسو کې له جګړې د ستنو امریکايي پوځیانو لګښت، د جګړې اړوند نورو حکومتي ادارو کې لګېدلې پیسې او د جګړې لپاره د پور پیسو سود هم شامل نه دی.

دا څېړنه ښيي چې له نورو لګښتونو سره د جګړې ټول لګښت یو تریلیون ته رسېږي.

دا پیسې چېرته ولګول شوې؟

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پیسو ډېره برخه د وسلوالو ضد عملیاتو او د پوځیانو، په خوړو، جامو، روغتیايي چارو، تنخا او نورو شیانو لګول شوې دي.

چارواکي وايي، له دې پیسو ۱۳۳ میلیارد ډالر چې د ټول لګښت ۱۶ سلنه کېږي تېرو ۱۷ کلونو کې یې د افغانستان پر بیا رغونه لګولې دي.

له دې پیسو بیا تر نیمايي ډېرې یا (۸۳ میلیار ډالر) د افغان امنیتي ځواکونو پر جوړلولو مصرف شوې دي.

پاتې هم تر ډېره د حکومتولۍ د ښه والي او بېخ بنسټونو او همدارنګه اقتصادي او انساني مرستو او د نشه يي توکو ضد هڅو کې لګول شوې دي.

امریکا د ورځې ۱،۵ میلیونه یا له ۲۰۰۲ کال د دې کال تر جون نږدې ۹ میلیارد ډالر د نشه يي توکو ضد هڅو لګولې دي، خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې دا کرونده لا هم زیاتېږي.

پر ۲۰۱۷ کال د افغانستان د بیارغونې امریکايي څارونکي وویل چې تېرو ۱۱ کلونو کې د امریکا ۱۵،۵ میلیارد ډالر په اداري فساد کې ورک شوي دي.

دا پیسې ښايي د ضایع شویو پیسو یوه برخه وي، ویل کېږي چې د امریکا پیسو جګړه توده کړې، فساد یې رامنځ ته کړی او اورپکو ډلو ته یې د مرستې زمینه برابره کړې.

انساني بیه یې څومره ده؟

پر ۲۰۰۱ کال د طالبانو ضد جګړې راهیسې افغان جګړه کې د امریکا دوه زره درې سوه سرتېري وژل شوي او شل زره پنځه سوه سرتېري ټپي شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې د ۲۰۱۸ کال تر جون پورې افغانستان کې د امریکا څوارلس زره سرتېري و، خو نورو یوولس زره ولسي امریکایانو هم د قراردادیانو په ډول کار کاوه.

خو د امریکایانو مرګ ژوبله له افغان ځواکونو او ولس خورا کمه ده.

ولسمشر غني سږ کال وویل چې پر ۲۰۱۴ کال د ده له واکمنېدو راهیسې له ۴۵ زرو ډېر افغان سرتېري وژل شوي دي.

د غني څرګندونې هیښوونکې وې، ځکه امریکا او افغان حکومتونو تر ډېره د افغانانو مرګ ژوبلې شمېره نه خپروله.

خو بیا هم رپوټونه وايي، وروستیو کلونو کې د افغان پوځ د مرګ شمېر خورا ډېر دی او د ورځې له ۳۰ تر ۴۰ اټکل شوی دی.

ملګري ملتونه وايي دې جګړه کې له ۳۲ زرو ډېر افغانان وژل شوي او تر ۶۰ زرو ټپي شوي او دا مرګ ژوبله له ۲۰۰۹ کال راهیسې په ریکارډ ډول زیاته شوې ده.