'افغان جګړه کې هر کال نژدې ۱۰ زره ملکي کسانو ته مرګژوبله اوړي'

د عکس سرچینه، Getty Images
نن د اګست ۲۱، د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه وایي، د ترهګرۍ قربانیانو او له دا ډول پېښو د ژوندي پاتې شویو کسانو هر اړخیز ملاتړ باید وشي.
افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې ترهګرۍ ډېر ځپلی او د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نژدې ۴۰۰۰ ملکیان پکې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
له همدې مخ په زیاتیدونکې مرګژوبلې سره-سره لا هم دغه هېواد کې داسې ځانګړی سیستم نه شته چې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو مالي ملاتړ وکړي.
بل لور ته د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې بنسټ مشر عزیزاحمد تسل وایي، حکومت هیڅ داسې ځانګړې تګلاره نه لري چې له مخې یې د هرې ترهګریزې پيښې له قربانیانو او یا د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي.
د ده په خبره، له یوشمیر په ګوتو شمار قربانیانو سره چې کومه مرسته د دولت له ځانګړي بودجوي کوډ نه کیږي، میاشتې وخت ونیسي.
د ترهګریزو پیښو قربانیانو ته د نه پاملرنې همدا شکایتونه لامل شول چې کال وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د شهیدانو او معلولانو چارو معینیت د وزارت کچې ته لوړ کړ.
د دغه وزارت ویاند ضیاالحق فضلي بي بي سي سره خبرو کې وویل، د قربانیانو د مالي ملاتړ لپاره یې په یوه تګلاره کار پيل کړی چې له مخې یې ټول اړمن کسان یوه ځانګړي ډیتابیس کې ثبتیږي او بیا دوامدارې مرستې ور رسېږي.
د ښاغلي فضلي په خبره، د ترهګرۍ پیښو اغېزمن شوي کسان د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره باید په مرکز او ولایتونو کې د دوی ادارو ته ورشي او په اول ګام کې باید د خپلې ادعا لپاره د کلي د وکیل یا ملک تائید له ځان سره ولري.
افغانستان دا مهال د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی چې ترهګریزې پیښې یې له وګړو ډېره قرباني اخلي او هره ورځ لسګونه افغانان په جنګ جګړو کې مري یا ټپيانیږي.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې هر کال دغه هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره ملکیان په جګړه کې مري یا ټپيانېږي.
افغانستان کې د جګړې ملکي قربانیان نه یوازې دا چې مالي مرسته نه ترلاسه کوي، بلکې په معنوي او ذهني ډول هم ځورېږي او هیڅ داسې هېواد شموله بنسټ نه شته چې په رواني لحاظ د زیانمنیو شویو لاسنیوی وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ترهګریزو پیښو د قربانیانو د یاد او درناوي نړیوالې ورځې په اړه پيغام کې ویلي، ترهګرۍ لا هم د نړۍ په کچه یوه لویه ننګونه ده او ده ټینګار کړی چې له حکومتونو سره په همغږۍ کې باید د جګړې له زیانمنو شویو سره هر اړخیزې او دوامداره مرستې وشي.








