"پکتیا کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ملکیان وژل شوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
امنیتي سرچینې وايي د پکتیا ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې لږترلږه ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي، څلور افغان سرتېري او ۲۵ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د سیمې خلک وايي د کې پي اف په نامه ځانګړو ځواکونو پرون غرمه د سروخېلو کلي استوګن سیمه په هاوان او راکټونو وویشتله چې ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د پکتیا امنیه قومندان رازمحمد مندوزي بي بي سي ته ومنله چې د طالبانو پر ضد عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه وویل د پېښې د څېړلو لپاره یې یو پلاوی د ګردې څېړۍ لېرې پرتې ولسوالۍ ته استولی دی. ګرده څېړۍ ولسوالۍ ډیورند کرښې ته نژدې پرته ده.
نژدې ۱۳ ټپیان د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې ۲۰۳ قول اردو ته لېږدول شوي او د سروخېلو کلي د استازو په ګډون یو شمېر خلک یې پوښتنې ته ورځي.
په تېرو څو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې، د افغان ځواکونو په عملیاتونو او د طالبانو په بریدونو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پر دغو بریدونو د اعتراض په ډول پرون هم د میدان وردګو ولایت لسګوني استازي کابل ته راغلي ول چې تر حکومته خپل غږ ورسوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په خپرو شویو شمېرو کې ښودلې چې په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۰۰۰ ډېرو ملکیانو ته د امنیتي ځواکونو له خوا مرګ ژوبله اووښتې ده، چې ۱۷ سلنه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا، دوه سلنه د نړیوالو ځواکونو له خوا او یو سلنه د حکومت پلوو وسله والو له خوا ترسره شوي.
د یوناما یو تازه رپوټ بیا وايي چې سږکال په هوايي بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې چې د تېرو کلونو پرتله بې ساری شمېر دی.








