ګردېز کې د شیعه ګانو پر جومات ځانمرګي برید ۲۹ کسان وژلي

ګردېز

د عکس سرچینه، SAHIL MANGAL

د عکس تشریح، د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او سیمه یې کلابند کړې ده.

د پکتیا مرکز کې امنیتي چارواکي وايي، دوو وسلوالو د جمعې لمانځه پر مهال د شیعه ګانو په جومات کې اول ډزې کړې او بیا یې ځانمرګي بریدونه کړی چې له امله یې تر ۲۹ کسان وژل شوي دي او نژدې ۸۱ ټپیان دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم بي بي سی ته وویل، 'بلند منزلو ' سیمه کې په خواجه حسن جومات کې برید شوی دی.

نوموړی وايي، دوه ځانمرګي جومات ته ننوتل، لومړی یې پر لمونځ کونکو ډزې کړې او وروسته یې چاودنه کړې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې په دغه پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۲۳ پورې نور ټپیان دي.

د پکتیا عامې روغتیا مشر ولایت خان احمدزي بی بي سي ته وویل، چې په دې پېښه کې تر ۲۵ کسان وژل شوي دي:

"دولتي روغتون ته تر شپېتو ټپیان راوړل شوي دي".

نوموړی وایي، د پېښې قربانیان نورو روغتونونو ته هم لېږدول شوي دي.

د ښځو جامه کې وسلوال

په سیمه کې ازاد خبریال ساحل منګل وايي، لومړی دوو بریدګرو ډزې کړې، بیا یوه ځانمرګي چاودنه کړې، خو په وینا یې دویم کس د امنیتي کسانو لخوا وژل شوی دی.

ښاغلی منګل وايي، برید په داسې مهال شوی چې لمونځغاړي تر لمانځه وروسته له جوماته وتل.

" له لمانځه وروسته چې خلک وځي دوه کسان د ښځو جامه کې جومات ته ننوتلي، لومړی یې ډزې کړې چې خلک جومات ته بېرته ننوتلي، یوه چاودنه کړې او دویم کس د جومات ساتونکو لخوا وژل شوی دی".

ښاغلی ساحل وايي، چې د جمعې لمانځه لپاره دغه جومات ته تر څلور نیم پنځه سوو پورې کسان ورځي.

د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او سیمه یې کلابند کړې ده. د هغه په خبره، اوس سیمه کې وضعیت ارام دی.

وسلوالو طالبانو ویلي چې په نني برید کې لاس نه لري.

که څه هم په تېر کې داعش ورته بریدونه کړي، خو د ننني برید په هکله یې تراوسه څه نه دي ویلي.