پکتیا کې د ځمکې پرسر شخړې ۳ کسان ووژل

- Author, احسان الله مهجور
- دنده, پکتیا
په پکتیا کې دوو کورنیو د ځمکې پرسر شخړه کړې، چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل دي.
د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون بي بي سي ته وویل، شخړه نن سهار (چهارشنبه/ د اپرېل ۱۳مه) د ګردېز په اړوند 'کیرمایشي' کې د ځمکې پر سر رامنځ ته شوې ده.
دی وايي چې په ټپیانو کې د دوو روغتیايي حالت نازک و، چې د درملنې لپاره یې کابل ته استولي دي.
نوموړی وايي چې لومړی دواړو کورنیو لفظي شخړه کړې، او بیا خبره وهلو ټکولو ته رسېدلې ده.
ښاغلي سمون وویل، یوې کورنۍ غوښتل چې په ځمکه کې دېوال پورته کړي، خو بلې یې مخنیوی وکړ، چې تر لفظي شخړې وروسته اخ وډب پیل شو.
دی وايي چې سیمې ته یې پولیس استولي دي.
د افغانستان په درو سوېل ختيځو ولایتونو (خوست، پکتیا او پکتیکا) کې ډېری ځلې د ځمکې، غر او ځنګلونو پرسر ورته شخړې رامنځ ته کېږي چې تر دې مهاله په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.




