شننه: امریکا د خپل "کتاب تړلو" ته چمتووالی نیسي؛ افغانان له مهم پړاو سره مخامخ دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, لیز دوسیت
- دنده, بي بي سي
یوه امریکايي چارواکي د سې شنبې پر ورځ په داسې حال کې چې د سپتمبر تر ۱۱مې یې له افغانستان د وروستیو امریکایي ځواکونو د وتلو خبر ورکاوه، وویل: "اړتیا ده چې موږ د یوې شل کلنې جګړې کتاب وتړو."
خو دا "کتاب" د هغه هېواد په اړه څه وايي چې د امریکا په مشرۍ د ناټو شاوخوا لس زره وروستي ځواکونه به ترې لنډ وخت کې له دوو لسیزو حضور وروسته ووځي؟
افغانستان اوس د پاشلې خاورې او د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته د امریکا د یرغل پایله کې د طالبانو د نسکور شوي بې باوره دولت پر ځای په بشپړ ډول جلا هېواد دی.
خو د ځواکونو د وتلو موضوع برخلیک ټاکونکې ده. د بهرنیو ځواکونو وتل کولی شي چې د سولې په لور مزل چټک کړي او یا د داسې تاوتریخوالي لامل شي، چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال افغانستان کې په کرار کرار د پرانیستې ټولنې غوړېدلی ټغر بېرته ټول کړي.
کابل کې د سولې او جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ اجراييه رییس تمیم عاصي وايي: "تر ټولو ښه پایله چې تمه یې کېدای شي دا ده چې د وتلو دا مهالویش د یوه عامل او میکانیزم په توګه پر افغان لوریو د دې لپاره فشار راوړي چې یا تر سپتمبر پورې یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او یا د سوریې په څېر له یوې خونړۍ جګړه سره مخامخ شي."
ښايي ډېرو کمو کسانو به دا تمه درلوده چې د امریکا د پوځي ماموریت وروستي څپرکي به دا لولي چې: طالبان د جګړې د ډګر او یا د سولې د مذاکراتو د مېز له لارې د یوه فاتح په ډول بېرته واک ته راستنېدونکي دي.
د افغانستان روانه جګړه لا له وړاندې د نړۍ په کچه له تاوتریخوالي له ډکو جګړو بلل شوې، خو ګڼ شمېر افغانان اندېښنه لري چې هېواد به یې تر دې ورهاخوا د یوې وحشتناکې کورنۍ جګړې تل ته کېوځي.
افغانستان کې د بشري حقونو یو فعال وايي: "ما تر ټولو ډېر دا اندېښمنوي چې د دوی [بهرنیو ځواکونو] د وتلو مهالویش واضح خو [د وتلو] شرایط یې ناڅرګند دي. طالبان به د دوی وتلو ته منتظر پاتې شي او بنسټیزو موضوعاتو ته به رانشي."
نور هم همدا اندېښنه لري.

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد مدیره اورځلا نعمت وايي: "کاش ولسمشر بایډن د مې او سپتمبر ترمنځ د ځواکونو د ایستلو مهالوېش په دې پورې مشروط کړی وای چې ټولې خواوې وژنې عملآ صفر ته ورسوي."
خو د امریکا د حکومت جګپوړی چارواکی چې رسنیو سره یې د ځواکونو د ایستلو د مهالوېش مالومات شریکول پر خپله خبره ولاړ ښکارېده، وویل: "ولسمشر دې پرېکړې ته رسېدلی چې پر شرایطو ولاړ لیدلوری، د تېرو دوو لسیزو لیدلوری او د تل لپاره افغانستان کې د پاتېدو کړنلار ده."
د دې ترڅنګ دا ژمنه هم موجوده ده چې "موږ به له خپلو امکاناتو د هغسې راتلونکې د تضمین لپاره ګټه واخلو چې افغانان یې غواړي."
خو د واشنګټن د معاملې تر ټولو پیاوړې کارت پوځي ځواک دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن واک ته تر رسېدو وروسته د دوحې تړون په میراث کې ترلاسه کړ.
دې تړون کې طالبانو امریکا ته امنیتي تضمین ورکړی و او د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې مذاکراتو د دوام مبهمه ژمنه یې کړې وه.
په بدل کې یې امریکا هم د مې میاشتې تر لومړی نېټې د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې وه، ځکه کوم ښه انتخاب یې نه درلود.
د امریکا امنیت چې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د پښې غځېدو اصلي لامل ګڼل کېږي، باید طالبانو سره د هوکړې ټاکونکی فکتور وای.
تمه ده چې د ناټو نور غړي هم د امریکا پر پل، پل کېږدي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا یو جګپوړی چارواکی د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان کې خو لا هم د "القاعدې" او "اسلامي دولت" د حضور له اړخه ګواښ موجود دی، وايي: "اوس ۲۰۰۱ کال نه دی، بلکې ۲۰۲۱ کال دی. موږ اوس له افغانستانه زموږ خاورې ته پېښ ګواښ دومره ګڼو چې دغه هېواد کې له دوامداره پوځي حضور او طالبانو سره د جګړې له دوام پرته ورته رسېدی شو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ چارواکې او د کړکېچ نړیواله ډله کې د اسیا پروګرام مشره لاورېل مېلر وايي، دا پرېکړه د امریکا د ګټو د خوندیتوب په تړاو د یو پراخ سیاسي قضاوت په چوکاټ کې کېدونکې وه، نو په همدې بنسټ دا ګام منطقي دی.
خو هغه چې د سوله ییز حل لپاره د لارو چارو د موندلو لومړنیو هڅو کې ښکېله وه، زیاتوي: "دا یوه غمیزه ده چې امریکا پخوا او مخکې له دې چې دا خطر رامنځته شي، افغانستان کې له یو بل سره د سولې پروسې تړښت جدي ونه نیوه."
اوس افغانستان کې د روانې جګړې د ټولو ښکیېو افغان خواوو د مشرانو جدیت تر ټولو مهم ټکی دی.
اورځلا نعمت وايي: "د سولې، عدالت او دا راز د ملي او دیموکراتیکو ارزښتونو د خوندیتابه د غوښتنو لپاره د افغانانو غږونه واضح او متحد دي، خو سیاسي مخور اوس هم د ۱۹۹۲ کال په څېر هڅې کوي چې د واک د ترلاسه کولو له فرصته خپله ونډه ډېره کړي."
تاریخ له اوږدې مودې په افغانستان خپل تیاره سیوری غوړولی دی.
ګڼ شمېر همغو جنګسالارنو ته چې په ۱۹۸۸ کال یې د شوروي د لښکرو تر وتلو وروسته خپلمنځي جګړو کې د ټوپکو شپېلۍ پر یو بل ور واړولې، اوس یو ځل بیا د سولې د خبرو پروسې په نویو هڅو کې د ګډون مقام او درناوی ورکړل شوی دی.
ویل کېږي یوازې همدوی طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېدای شي.
خو دا اندېښنې هم ورسره ملې دي چې دوی نشي کولی او وبه نه غواړي چې جنګي جرمونو، د ښځو فعالیت او د پراخې مدني ټولنې په ګډون د یوه نوي افغانستان په تړاو وغږېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر په ګډون د سیاسي سیالانو لخوا د سولې مختلفې طرحې رامخته شوې دي.
بله خوا طالبان بیا لا هم له خپله اړخه په دې ټینګار لري، چې امریکايي ځواکونه باید د دوحې تړون له ژمنې سره سم د مې میاشتې له لومړۍ نېټې وړاندې ووځي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم د امریکا لخوا د ځواکونو د ایستل کېدو د طرحې تر اعلان څو ساعته وروسته پر خپل ټویټر ولیکل، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي، دوی داسې هېڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په تړاو پکې پرېکړه کېږي.
د لوړې کچې دغه ټولګډونه کنفرانس چې اوس یې ترسره کېدل له پوښتونو سره مخ دي، د اپریل له ۲۴مې نېټې استانبول کې د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په کوربتوب پلان شوی دی.
خو د افغانستان د شنونکو شبکې مدېره کېټ کلارک وايي: "طالب مشرانو تر اوسه داسې هېڅ نښه نه ده ښودلې چې سوله غواړي او ټول شواهد دا ښیي چې د جګړې په وسیله واک ته د رسیدو لار نیسي."
په ورته وخت کې د جګړې بل څپرکی هم پیلېدونکی دی چې ویل کیږې طالبانو او افغان دولت دواړو ورته له خپله اړخه چمتووالی نیولی.
د افغانستان د سولې او جګړې له انسټیټیوټ څخه ښاغلی عاصي د اوسني وضعیت په اړه وايي: "بایډن غواړي له افغانستان نه، بلکې د افغانستان له جګړې ووځي."
په داسې حال کې چې امریکا غواړي د خپلې اوږدې جګړې "کتاب وتړي"، د افغانانو فکر بیا تر ډېره د یوې اوږدې او بې پایه جګړې د نوي څپرکي په پیلېدو ورټول دی.










