د بولټن خاطرې؛ هغه ورځ چې ټرمپ افغان جګړه "بایللې او شرموونکې" وبلله

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن له ولسمشر ټرمپ سره سپینه ماڼۍ کې د خپلو خاطرو جنجالي کتاب مختلفو برخو کې د افغانستان په تېره له طالبانو سره د سولې بهیر په هکله د ولسمشر ټرمپ نارامۍ بیا بیا یادوي.
ښاغلي بولټن "د پېښو خونه" په نوم کتاب کې لیکلي؛ ولسمشر ټرمپ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چلي یا چلباز وباله او ویې ویل: "اورېدلي مې دي هغه چلي دي، خو د دې کار لپاره چلباز ته اړتیا لرو".
جان بولټن د دې کتاب یو څپرکی "افغانستان کې له ترهګرۍ ضد ماموریت تر کمپ ډېویډ" افغان کشالې ته ځانګړی کړی او یوه برخه کې یې لیکلي، ډونلډ ټرمپ به تل د افغان ولسمشر اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي نومونه سر ګډوډول.
ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د ۲۰۱۷ کال اګسټ کې ستراتیژي اعلان کړه، چې ویل کېږي د جنرالانو په سپارښتنه جوړه شوې.
په کتاب کې ویل شوي چې ولسمشر ټرمپ وروسته دا ستراتیژي تېروتنه بلله او ویل یې موږ هرڅه وبایلل: "پوره ماتې وه، دا هر څه شرموونکي دي. دا مرګ ژوبله. غږېدل پرې خوند نه را کوي، زه د دې لپاره وټاکل شوم چې له افغانستان او د جګړې له لوبو ووځم".
بولټن لیکلي ټرمپ افغان جګړه خپله نه بلله او یوه ناسته کې یې وویل: "څومره چې وخت وځي، دا جګړه نوره زیاتېږي. زه بایللی جنګ نه خوښوم... ان که ویې ګټو. بیا هم څه په لاس نه راځي".
ولسمشر ټرمپ دا خبرې د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر جیز متیس ته کولې، چې ویې ویل: "له هغې ورځې چې تاسو اداره په لاس کې اخیستې، دا ستاسو جګړه ده".
بولټن لیکلي، ټرمپ ژر ځواب ورکړ: "له هغې ورځې چې سپینې ماڼۍ ته ننوتم باید افغان جکړه مې ختمه کړې وای".

د عکس سرچینه، Getty Images
بولټن وايي، ټرمپ هم غوسه و او له افغانستانه د وتلو فرصت له ضایع کېدو له کبله هم نارامه و.
یو بل ځای ولسمشر ټرمپ پر خلیلزاد نیوکه کوي، چې له طالبانو سره تړون کوم ارزښت لري.
کتاب کې راغلي چې د ۲۰۱۸ کال تر پای افغانستان له شک پرته د ټرمپ لپاره دردوونکی و.
"هغه باوري و چې جنرال متیس ته یې د طالبانو له منځه وړلو لپاره ټول واک ورکړی، لکه په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د ختمولو لپاره چې دا واک ورکړل شوی دی".
خو عراق او سوریه کې موخو ته ورسېدل، خو افغانستان کې پام وړ هدف ته رسېدل نه لیدل کېدل او هرڅه په ناسم لور تلل.
جان بولټن وایي، ولسمشر ټرمپ د دې پوښتنو ځواب غوښت؛ د امریکا له وتلو وروسته افغان حکومت پرځي، که ځواب هو وي، نو څومره وخت کې؟
یوه غونډه کې ټرمپ وویل: "غواړم غني هم دلته راشي او طالبان هم. له تړون لاسلیکولو مخکې دا کار وشي. له تړون لاسلیکولو مخکې یې لیدل غواړم، نه ټلېفون. خلیلزاد وویل، دوی په راتګ مین دي".
نوموړی وايي، دې پایلې ته رسېدلی و چې ټرمپ له طالبانو سره په لیدلو د پمپیو-خلیلزاد د تړون ځایناستی غوښت.

د عکس سرچینه، AFP
ولسمشر ټرمپ له دې سره هم جوړ نه و چې پخپله له طالبانو سره تړون لاسلیک نه کړي، خو لاسلیک سره یې هم سیاسي خطر لید.
ښاغلی بولټن وايي، ټرمپ پوښتنه وکړه چې افغانستان کې بریالیتوب څه دی؟ جنرال متیس ځواب کې وویل، دا چې له دغه هېواد امریکا له برید سره مخ نه شي.
ښاغلی بولټن وايي، پر طالبانو هیڅ باور او د امریکا او طالبانو تړون د اجرا لپاره میکانیزمونه نشته:
"دا تړون په نیویارک کې د معاملو تړون نه دی".
نوموړی زیاتوي خلیلزاد ورته وویل، "دا هغه تړون و چې ټرمپ غوښت".
نوموړی وايي، ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د امریکا او طالبانو تړون په هکله وپوښت: "ایا دا تړړون د منلو وړ دی؟"
ده ځواب کې وویل، فکر نه کوي. بیا ټرمپ وویل، له طالبانو سره خبرې کوم، پرېږدئ چې واشنګټن ته ر اشي.

د عکس سرچینه، .
جان بولټن وايي، نوموړی او نور سلاکاران پوهېدل چې افغانستان کې دوه موخې لري. یو دا چې دغه هېواد کې بیا القاعده او اسلامي دولت را پورته نه شي او امریکا ته ګواښ نه شي، بل دا چې د افغانستان لوېدیځ ته د ایران او ختیځ ته یې د پاکستان اټومي پروګرامونه پرلپسې وڅاري.
ښاغلی بولټن وايي، ټرمپ وپوښتلم چې ولې افغانستان او عراق کې جنګ کوو، خو ونینزویلا کې یې نه کوو.
دې کتاب کې دا هم راغلي چې ولسمشر ټرمپ افغان جګړه خپله نه بلله. نوموړی وايي، یوه ورځ جنرال متیس وویل، داعش افغانستان کې دی، په ځواب کې ټرمپ وویل: "روسیې ته یې وسپارئ".
په ځواب کې متیس وویل، "د جورج بوش په نوم یوه احمق سړي دا کار وکړ".









