غني: د طالبانو جګړه مشروعیت نه لري؛ نړیوال دې بېطرفه نه پاتې کېږي

غني

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو جګړه اوس هېڅ مشروعیت نه لري او په خبره یې باید نړیوال افغانانو او طالبانو ته په بې پرې نظر و نه ګوري.

ولسمشر غني نن شنبه په ارګ کې د دفاع او کورنیو چارو نویو سرپرست وزیرانو او لوی درستیز معرفي مراسمو ته وینا کې وویل:

''ټول باید پوه شي، او اوس خو د پاکستان علماوو هم ومنله، چې دا جګړه مشروعیت نه لري، د دوی د جګړې لپاره هېڅ ډول مشروعیت نه دی پاتې شوی او که قدرت غواړي، خو لاره یې د ولس رایه ده. ''

ولسمشر غني زیاته کړه:

''نړۍ باید د افغانانو غږ واوري چې زموږ ټول بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي او دا د منلو نه ده. نړیوال نه شي کولای افغانانو او طالبانو ته په بې پرې نظر وګوري. ''

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان یو شمېر ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولې، او ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه هېواد دفاع او کورنیو چارو لپاره نوي وزیران ګومارلي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ اعلان کړی چې، جنرال بسم الله محمدي د دفاع وزارت او جنرال عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه په دنده ګومارل شوي دي.

د ارګ په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، ډګر جنرال ولي محمد احمدزی د افغان پوځ د لوی درستیز په توګه ګومارل شوی دی.

د دې دفاعي او امنیتي کسانو د معرفي مراسمو ته وینا کې ولسشر غني وویل:

''د طالبانو ټوله هڅه ده، چې موږ پر یوه امنیتي دولت بدل کړي، خو دولت یو لوریز نه شي کېدای، زموږ به هره ورځ هڅه دا وي، چې (په ودانیزو چارو کې) لا زیات خدمتونه وړاندې کړو. ''

ښاغلي غني په وروستیو جګړو کې د افغان ځانګړو ځواکونو وژل کېدو پېښې ته په اشارې سره وویل:

بسم الله محمدي د دفاع او عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو سرپرست وزیران ګومارل شوي
د عکس تشریح، بسم الله محمدي د دفاع او عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو سرپرست وزیران ګومارل شوي

''موږ د جګړې په ډګر کې هم ټولو نړیوالو او بشر دوستانه قوانینو ته ژمن یو. د جګړې له اسیرانو سره مو له قانون سره سم چلند کړی، سلګونه کسان چې د محکمو لخوا په اعدام محکوم شوي، موږ ژوندي ساتلي، چې سوله به راشي او ټول افغانان به یو بل ومني، خو هغه چلن چې دوی زموږ له کوماندو ځواکونو سره په دولت اباد کې وکړ، په کوم عرف یا اسلامي فریضې کې ځای لري؟ ''

د یادونې ده چې فغانستان کې د جنګ جګړو او تاوتریخوالي په دوام تازه د سمنګان "درې صوف پایین"، د تخار "بهارک"، د جوزجان "مردیان" او د فاریاب "خواجه سبز پوش" ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي. ددغو ولایتونو د ولایتي شوراګانو غړو د یادو ولسوالیو د سقوط خبره کړې ده.

له دې سره طالبان ادعا کوي چې د پکتیا میرزکه، د نیمروز خاشرود، د فراه د پشتکوه او یې هم نیولي خو د دغو ولسوالیو د سقوط راپورونه تر اوسه نه دي تائید شوي.

مرکزي حکومت تر اوسه د طالبانو لخوا د دغو ولسوالیو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد مختلفو ولایتونو کې نږدې ۲۶۰ وسله وال وژلي او تر ۱۶۰ ډېر نور ژوبل کړي دي.

دفاع وزارت پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې وسله والو ته دا مرګژوبله په ننګرهار، کونړ، میدان وردګ، غزني، اروزګان، کندهار، هرات، فراه، غور، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار او بادغیس کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې اوښتې ده.