بسم الله محمدي د دفاع او عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو سرپرست وزیران ګومارل شوي

په داسې حال کې چې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان یو شمېر ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولې، ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه هېواد دفاع او کورنیو چارو لپاره نوي وزیران ګومارلي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ اعلان کړی چې، جنرال بسم الله محمدي د دفاع وزارت او جنرال عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه په دنده ګومارل شوي دي.
د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، ډګر جنرال ولي محمد احمدزی د افغان پوځ د لوی درستیز په توګه ګومارل شوی دی.
له دې مخکې اسدالله خالد د دفاع او حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارتونو سرپرستي پر غاړه درلوده.
د افغان ولسمشر په یو امر کې ویل شوي چې حیات الله حیات اوس د کلیو پراختیا وزارت سرپرست ګومارل شوی او د کلیو پراختیا مخکینی وزیر مجیب الرحمان کریمي د انکشاف او اډانې (زیربنايي) چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار په توګه ګومارل شوی دی.
بسم الله محمدي ۱۳۷۴ کال کې د کابل حربي پوهنځي کې پوځي زدکړې پای ته رسولې دي.
نوموړی د هېواد په شمال کې له هغو کسانو یو و چې له طالبانو سره یې د د دې ډلې د واکمنۍ پر مهال جګړه کوله او د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان لوی درستیز په توګه وګومارل شو.
نوموړي له دې مخکې هم د کورنیو او دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړې.

د عکس سرچینه، د ملي دفاع وزارت
عبدالستاز میرزکوال له دې مخکې د کونړ او کندوز والي په توګه دنده درلوده.
د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي جنرال محمد ولي احمدزي مخکې د ۲۱۵ میوند قول اردو، ۲۰۹ شاهین قول اردو او د محافظت عامه د عمومي قومندان په حیث دنده تر سره کړې.
افغان دولت په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې نوې ګومارنې داسې مهال کوي چې له تېرو نژدې دوو میاشتو راهیسې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د طالبان له لوري د ۷ ولسوالیو نیولو او دفاع وزارت د ۲۶۰ وسله والو د وژلو ادعا
افغانستان کې د جنګ جګړو او تاوتریخوالي په دوام تازه د سمنګان "درې صوف پایین"، د تخار "بهارک"، د جوزجان "مردیان" او د فاریاب "خواجه سبز پوش" ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي. ددغو ولایتونو د ولایتي شوراګانو غړو د یادو ولسوالیو د سقوط خبره کړې ده.

د عکس سرچینه، Social Media
له دې سره طالبان ادعا کوي چې د پکتیا میرزکه، د نیمروز خاشرود، د فراه د پشتکوه او یې هم نیولي خو د دغو ولسوالیو د سقوط راپورونه تر اوسه نه دي تائید شوي.
د نیمروز د والي ویاند رحمت الله عمري د خاشرود سقوط رد کړی او ویلي ټول امنيتي پرسونل په خاشرود کې موجود دی.
خو تخار کې یوې باوري حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته ویلي بهارک ولسوالۍ له درېو شپو او ورځو کلابندۍ وروسته تېره شپه د طالبانو لاس ته کېوته.
دغه سرچینه وايي د دې ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې ۷۸ کلابند پولیس او پوځیان طالبانو ته تسلیم شوي.
سرچینه زیاتوي چې طالبانو د بهارک ولسوالۍ د امنیت مدیر عبدالغفار اماني تر تسلمېدو وروسته وژلی خو طالبانو ویلي چې نوموړی جګړه کې وژل شوی دی.
بهارک د تخار مرکز تالقان ته تر ټولو نږدې پرته ولسوالۍ ده.
بلخوا د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي عبدالاحد ایلبیک بي بي سي ته ویلي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت له خواجه سبز پوش ولسوالۍ د مرکز میمنې پر لور شاتګ کړی او د دې ولسوالۍ مرکز او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ دواړه طالبانو نیولې دي.
هغه وايي د خواجه سبز پوش امنیه قوماندان تېره ورځ طالبانو ته تسلیم شوی او یا د هغوي لخوا نیول شوی دی.
ښاغلی ایلبیک زیاتوي چې خواجه سبز پوش تر المار، دولت اباد، قیصار او شیرین تګاب وروسته د فاریاب پنځمه ولسوالۍ شوه چې طالبان یې نیسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، په تېره څه باندې یوه میاشت کې دوی ۴۶ ولسوالۍ نیولې دي، چې یوازې تېره اونۍ یې ۱۸ ولسوالۍ نیولې دي.
نوموړی ادعا کوي چې، پخوا له دوی سره ۶۱ ولسوالۍ وې او اوس ۱۰۷ ولسوالۍ د دوی په ولکه کې دي.

په ورته وخت کې د جوزجان د ولایتي شورا مرستیال امرالدین دانشجو بي بي سي ته تائید کړې چې د دغه ولایت مردیان ولسوالۍ هم نن سهار وختي د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.
هغه وايي د دې والسوالۍ په مرکز او امنیه قوماندانۍ کې لسګونه سرتیري ځای پر ځای وو، خو اوس یې برخلیک نه دی مالوم.
د جوزجان د ولایتي شورا یوه غړي حفیظ ندرت بي بي سي ته ویلي د مردیان ولسوالۍ نښته کې ۷ سیمه ییز پاڅونوال او پولیس وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا مردیان له درزاب او قوش تپې وروسته د جوزجان درېمه ولسوالي شوه چې طالبان یې نیسي.
د ولسوالیو د سقوط په دوام تازه د هېواد په شمال کې د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري وايي چې د دغه ولایت له درې صفوف پايين څخه امنیتي ځواکونو له جګړې پرته د درې صوف بالا پر لور شاتګ کړی او د دې ولسوالۍ مرکز یې طالبانو ته پرېښی دی.
خو د سمنګان پولیس بیا وايي چې درې صوف پايين ولسوالۍ ودانۍ په یوه محکومه نقطه کې موقعیت درلود نو جدي امنیتي ګواښونو ته په کتو د سر او پوځی جهیزاتو د زیان د مخنیوي لپاره امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل اصلي ځای په لنډمهاله توګه یو کیلو متر لرې بلې سیمې ته لېږدول شوي دي.
مرکزي حکومت تر اوسه د طالبانو لخوا د دغو ولسوالیو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد مختلفو ولایتونو کې نږدې ۲۶۰ وسله وال وژلي او تر ۱۶۰ ډېر نور ژوبل کړي دي.
دفاع وزارت پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې وسله والو ته دا مرګژوبله په ننګرهار، کونړ، میدان وردګ، غزني، اروزګان، کندهار، هرات، فراه، غور، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار او بادغیس کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې اوښتې ده.
طالب ویاندویانو تر اوسه د ملي دفاع زارت دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.









