طالبانو د زابل شینکۍ ولسوالي نیولې؛ ګڼو نورو سیمو کې سخته جګړه شوې

a

د عکس سرچینه، Mujahid Twitter

وسلوال طالبان وایي، د افغانستان په سوېل زابل ولایت کې د شینکۍ ولسوالۍ یې تېره شپه له افغان ځواکونو نیولې ده. د یادې ولسوالۍ د سقوط خبره سیمه ییزو نظامي او ولایتي چاوراکو هم منلې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، شینکۍ ولسوالۍ کې یې د افغان پوځ تر ټولو لویه اډه نیولې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي.

د سیمې ځینې اوسیدونکي د دې ولسوالۍ لاس په لاس کیدو په اړه بېل نظرونه لري.

په ورته وخت کې د زابل د ولایتي شورا ځینو غړو پوښتنه کړې چې شینکۍ ولسوالۍ کې د پوځیانو او تجهیزاتو له شتون سره سره بیا هم ولې یاده ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه د افغانستان د ۱۴ ولایتونو په ۸۸ ولسوالیو کې د سختو نښتو او جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په وینا له تېرې ورځې راهیسې په ګڼو ولایتونو کې هوايې ځواکونو عملیات کړي. دې وزارت په دې موده کې د لوی شمېر طالبانو د وژلو او ژوبلولو ادعا هم کړي.

خو طالبانو بیا حکومتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې رسولو ادعا تر څنګ لږ تر لږه د یوې ولسوالۍ په ګډون د څو پوستو نیولو ادعا کړي.

د فاریات دولت اباد کې سخته جګړه

دفاع وزارت

د عکس سرچینه، MOD

د افغانستان شمال ته فاریاب ولایت کې طالبان او دفاع وزارت یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د فاریاب په دولت اباد کې یې د افغان کمانډو ځواکونو ۱۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني ویاند ظاهر عظیمي ویلي، دې جګړه کې یې زوی او د کمانډو ځواکونو افسر سهراب عظیمي وژل شوی دی.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او ځینې نورو سیاستوالو د سهراب عظیمي پر وژل کېدو خواشیني ښودلې ده.

د افغانستان دفاع وزارت په رسمي ډول فاریاب کې کمانډو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په هکله څه نه دي ویلي.

خو خپله فیسبوکپاڼه کې وايي، تېره شپه یي د فاریاب ولایت دولت اباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې چاڼیزو عملیاتو سره" ۴۵ طالب ووژل شول او ۶۷ تنه نور مو ټپيان کړل."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دفاع وزارت دا ادعا ردوي او وايي، یوازې درې طالب وسلوال ټپي شوي دي.

د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

طالبانو د جون پر اتمه د دې ولسوالۍ د نیولو خبره وکړه او پرون افغان پوځ پر دې سیمه د بیا ولکې ادعا وکړه، خو وروسته د ولسوالۍ د برخلیک په هکله ضد او نقیض رپوټونه وو.

د بلخ دولت اباد پر امنیه قومندانۍ موټربم برید

BP

د عکس سرچینه، BP

د عکس تشریح، دولت اباد کې تر چاودنې وروسته خلک کنډوالو کې لټون کوي.

له بلې خوا بلخ کي د پنجشنبې په سهار وختي د دغه ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیه قومندانۍ موټربم برید شوی دی.

رپوټونه وايي، له چاودنې وروسته تیت پرک ډزې هم اورېدل شوې دي.

د بلخ پولیس یوه بیان کې وايي، له باروتو ډک هاموي د پولیسو مرکز کې د چاودنې نیت درلود، خو موخې ته تر رسېدو مخکې په نښه شو.

دوی وايي، دې پېښه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ځايي خلکو ته د سر او مال تاوان رسېدلی دی.

۲۰۹ شاهین قول اردو هم یوه بیان کې ورته خبره کوي او زیاتوي، دې پېښه کې ځانمرګی او دوه نور طالبان له منځه لاړل.

ولسوال څه وايي؟

د چاودنې ځای

د عکس سرچینه، BP

د عکس تشریح، دولت اباد کې د چاودنې ځای

د دولت اباد ولسوال جلال الدین قاریزاده بي بي سي ته وویل، موټربم هدف ته تر رسېدو مخکې په نښه شوی او له امله یې د ملي امنیت د مفرزه ځواکونو یوه غړي په ګډون دوه ماشومان او یو بوډا وژل شوی او یو ولسي وګړی ټپي دی.

هغه زیاتوي چې د پېښې له امله ۴۰ د ولسي وګړو ودانۍ او دولتي ادارې زیانمنې شوې دي.

د دې پېښې د ځای انځورونه ښيي چې د موټربم له امله شاوخوا څو ودانۍ نړېدلې او امنیتي ځواکونه او ولس په کنډوالو کې لټون کوي.

د روانې جون میاشتې پر شپږمه هم د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیه قومندانۍ موټربم برید وشو.

هغه مهال چارواکو د دوو کسانو وژل کېدو او ۱۸ نورو ټپي کېدو خبره کوله، خو وروسته مالومه شوه چې د دې موټربم له امله ډېره مرګ ژوبله اوښتې او ځايي بازار هم سخت زیانمن شوی دی.