افغان چارواکي: د طالبانو له زندان مو ۶۲ کسان خوشي کړل

PAmir

د عکس سرچینه، PAmir

د افغانستان شمال ختیځ کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو وايي د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یې د طالبانو له یوه زندان ۳۶ نظامیان او ۲۶ ولسي وګړي خلاص کړل.

ځايي چارواکي د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، دا عملیات یې بېګا د مرکزي بغلان په نوروزک سیمه کې کړي دي:

"د دې کسانو د خلاصولو لپاره د ځانګړو عملیاتو ټولي بېګا برید کړی او د کسانو خوشي کولو پر مهال د طالبانو د زندان څلور ساتونکي هم وژل شوي دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د زندان ماتېدل مني، خو زیاتوي ډېری کسان پکې ولسي وګړي و، چې "سړي تښتوونکي، قاچاقیان، وژونکي، د شخصي دعوو کوونکي او نور پکې له محکمې لاندې وو او یا یې بند تېراوه"

د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې دا تېرو دریو ورځو کې دریم ځل دی چې بغلان او هرات کې د طالبانو له زندان د امنیتي ځواکونو په ګډون کسان خوشي کېږي.

د افغانستان د فاع وزارت تېره دوشنبه د بغلان ولایت نوي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه د اتو امنیتي سرتیرو ازادولو خبر ورکړی وو.

افغان امنیتي سرچینې پرون وویل، د لوېدیځ هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ مروا کلي کې یې د سې شنبې په شپه د ځانګړو عملیاتو پایله کې د طالبانو له زندانه ۴۱ بندیان خوشي کړل چې ۱۹ پکې نظامیان دي.

په لوېدیځ کې د ځانګړو ځواکونو لېوا وايي، دې عملیاتو کې د زندان ۷ طالب ساتونکي هم وژل شوي او یوه اندازه وسلې ترې ترلاسه شوې دي.

وسله والو طالبانو هرات کې د دوی له زندانه د خوشي شویو نظامیانو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

له طالب زندانونو د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د خوشي کولو لپاره دا عملیات په داسې مهال دي چې له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره طالبانو مختلفو ولایتونو کې بریدونه ډېر کړي دي.

د روانې میلادي میاشتې لومړیو کې طالبانو د بغلان د بورکه ولسوالۍ تر نیولو وروسته مختلفو سیمو په تېره مرکزي بغلان کې سخت بریدونه وکړل او ویې ویل چې ګڼ شمېر افغان سرتېري یې نیولي دي.

په دغه ولایت کې جګړه لا هم روانه ده او د مرکزي بغلان زوړښار، چشمه شیر، ډنډغوري او ځینې نورې سیمې او ولسوالۍ لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهدې دي.