"افغانستان کې د نشه یی توکو یو لوی قاچاقچي په ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی"

زندان

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د افغانستان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د حقوقي دلايلو له مخې په اوسني قضايي پړاو کې د نیول شوي قاچاق وړونکي نوم نه اخلي.

په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي د نشه‌يي توکو يو ستر قاچاقچي يې په شل کاله بند محکوم کړی.

دغه مرکز چارواکو بي بي سي ته وویل چې ياد کس په برتانیا، هند، کاناډا، اسپانيا او دوبۍ کې د قاچاقچیانو له شبکو سره اړیکه درلوده او له څو کلونو راهیسې څارل کېده.

د افغانستان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د حقوقي دلايلو له مخې په اوسني قضايي پړاو کې د نیول شوي قاچاق وړونکي نوم نه اخلي خو وايي نوموړی يې له څو کالو راهيسې څاره چې نورو هېوادونو ته يې د نشه‌يي توکو قاچاق اداره کاوه.

د دغه مرکز وياند احمد خالد موحد وايي د نشه‌يي توکو د قاچاق د يوې شبکې غړي چې ياد کس ورسره په لندن کې د پنځه کيلوګرامه هيرويينو معامله کوله هم څارل کېږي.

موحد
د عکس تشریح، ښاغلی موحد وايي محکوم شوی قاچاقچي د مخدره موادو له کورنیو او بهرنیو کړیو سره تړلی و.

ښاغلی موحد وايي: "دا عادي کس نه دی. دا داسې قاچاقبر دی چې په ملي او نړیواله کچه د نشه‌يي توکو په قاچاق تورن دی ".

د ښاغلي موحد په وینا د تحقیقاتو په لړ کې جوته شوې چې دې کس "نه یوازې دا چې دننه يې د قاچاق له شبکو سره اړيکه درلوده بهرنيو هېوادونو ته يې هم مواد لېږلي ".

د ښاغلي موحد په وينا په تېر يوه کال کې لسګونه نورو کسانو چې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو نيول شوي هم منلې چې د نشه‌يي توکو قاچاق يې کاوه او له نيول شوي او محاکمه شوي کس سره تړلي دي.

د افغانستان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د چارواکو په وينا دغه کس دوه مياشتې وړاندې له څو کلونو وروسته افغانستان ته راغی او په کابل کې د نشه‌يي توکو د يوې راکړې ورکړې پر مهال ونيول شو.

د ویډیو تشریح، 'نشه یي توکو سره مبارزه له ننګونو ډکه ده، خو روانه به وي'

خو دا چې د دغه راز کسانو نيول د نشه‌يي توکو پر وړاندې په افغانستان کې له روانې مبارزې سره څومره مرسته کوي د افغانستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پخوانی وزير جنرال خداي داد د خپلو تجربو پر بنسټ وايي، چې د پولیسو د هڅو پایله کې ډېر قاچاقچیان تر اوسه نیول شوي، خو د ده په وینا ډېر وخت یې زندان کې نه دی تېر کړی.

ښاغلی خدای داد وايي: "په خواشينۍ سره چې د دغو قاچاق وړونکو ډېری بېرته د دولت له بندي‌خانو خوشي شوي، يا په واسطه، يا يې پیسې ورکړې او يا يې خپله محکمه بدله کړې ".

د جنرال خدای داد په وینا که دوی په دوامدار ډول بندي شي او "خپله سزا وويني نتیجه به يې مثبته وي او که نيول کېږي او بېرته خوشي کېږي، نتيجه يې په بشپړ ډول منفي ده ".

قاچاق

د عکس سرچینه، Benjamin Lowy

د عکس تشریح، افغانستان کې اوس هم د نشه يي توکو قاچاق په لوړه کچه ترسره کېږي.

د افغانستان د نشه‌يي توکو له جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي په ۱۳۹۴ لمريز کال کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو له اوو سوو ډېر کسان نيول شوي چې د ډېری هغو دوسيې يې تېر کال وروستۍ او محکوم شوي دي. د هغوی په وينا په روان کال کې هم په دې تړاو د نيول شوو کسانو شمېر سلګونو ته رسېږي.

دوو میاشتو کې د دې قضیې چټک پر مختګ دا پوښتنه رامنځ ته کوي چې د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو د کار ټکني بهیر ته په کتو او دا چې یو شمېر قضيې کلونه وخت نیسي، دې کې څه ځانګړتیا وه؟ ښاغلی موحد وايي د دغه مرکز پوليس، څارنوالي او محکمه اختصاصي دي او درې ارګانونه په خپلو کاري چارو کې له لاسوهنې پرته چټک کار کوي.

افغانستان لاهم په نړۍ کې د نشه‌يي توکو ستر توليدځای بلل کېږي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د دولت هڅو او د نړيوالې ټولنې ملاتړ هم د پام وړ اغېز نه دی درلودلی.