نیمروز؛ ایران او اروپا ته د قاچاق کېدونکو افغانانو لومړی تمځی

د ویډیو تشریح، نيمروز: انساني قاچاق

د بي بي سي موندنې ښيي چې اوس هم ډلې ډلې ځوانان د اروپا او نورې نړۍ په تکل له افغانستانه په تېښته دي.

تېر کال چې دغه بهیر تر بل هر وخت لوړ ښودل شوی و په اروپا یې هېوادونو کې د کډوالو د بې بندوبارۍ اندېښنې پورته کړې وې، خو څنګه افغان ځوان له وطنه په ناقانونو مرګونو لارو ځي، د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې د ایران او پاکستان له پولې سره نژدې د تلونکو ځوانانو او انساني قاچاق حال مالومولو ته ورغلی و.

د نیمروز په خورو ورو دښتو کې چې لمر پریوځي، د انساناني قاچاقو کتارونه په تیارو کې درڼا په لټه ځغلې هلته چې یا به کډوالۍ ته رسېږي یا مرګ ته.

دوی د يوې لارې ملګري دي، خو وروستی تمځای جلا دی څوک د ایران څوک د استانبول او نورو د اروپا بېلابېلو ښارونه ټاکلي، خو په یوه ګرانه بیه.

۲۲ کلن شفیق دې لوړې بيې ته ملا تړلې ده:

"دا ډېره سخته ده چې په یوه موټر کې دېرش کسان سپاره یو په لاره کې ځینې ټپیان کېږي، مري هم سخت سفر دی."

د پولیسو هېڅ څرک نه شته

محمد سمیع صمیم
د عکس تشریح، د پولیسو خو هېڅ درک نه لګېږي، د نیمروز والي محمد سمیع صمیم وايي دا اقتصادي کډوالۍ دي چې له بدې ورځې کېږي
.
د عکس تشریح، پر پولیسو له قاچاقبرو سره د یارانې تورونه هم شته خو موږ چې ولیدل ځواکونه د تشو موټرو په نیولو بریالي وو په چا چې یې اسناد نه درلودل.

له لمر ختلو سره تلونکي خلک باید په دښتو کږې وږې لارې ګزوګام کړي او د افغانستان له پولو واوړي. موږ ته د یوه انساني قاچاقبرو وېؤیو په لاس راغله چې ښيي په څومره سوځېدلو دښتو له وېرو او سختيو سره دا سفر پیلوي، خو بې له دې سندرې چې کور وریاد کړي د چا د څاراو مخنیوي غږ پری نشته.

د پولیسو خو هېڅ درک نه لګېږي، د نیمروز والي محمد سمیع صمیم وايي دا اقتصادي کډوالۍ دي چې له بدې ورځې کېږي:

"ټوله دنیا لکه چې د ترهګرۍ په مقابل کې جنګ کوو د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کوو راځئ د دې په مقابل کې هم مبارزه وکړو."

د افغانستان په نیمروز کې چي له ایران او پاکستان سره په ګډه پوله پروت دی، د دې هېواد له هرې سیمې خلک لیدلی شو. د هغو شمېر لا ډېر دی چې له وطن نه په تېښته او ځان ته لار ګوري.

د پنځه ویشت کلن ستار په څېر چې مور او پلار يې په شمالي ولایت کندوز کې په سرو سترګو پرېښي اوله نورو کور پرېښو سره ملګری شوی.

قاچاقبر

.
د عکس تشریح، د نیمروز په خورو ورو دښتو کې چې لمر پریوځي، د انساناني قاچاقو کتارونه په تیارو کې درڼا په لټه ځغلې هلته چې یا به کډوالۍ ته رسېږي یا مرګ ته.
.
د عکس تشریح، .

د نیمروز په ولایتي مرکز کې د تلونکو ځوانانو د ټولونې لویې کلا ګانې چې ظاهراً ورته قلفونه لیدل کېدل، له همدغو کلاګانو په لومړي ځل د ګواښ ټیکټ اخیستل کېږي او لوی ټویټا موټرې چې نسبتاً مضبوطې دي د وړلو وسيلې یې دي.

له څو ورځو لالهاندیو وروسته مو ایله یو قاچاقبر وموند چې د نوم نه ښوولو په شرط یې راته وویل، تلونکي افغانان څنګه له ټول افغانستان نه تر نیمروزه رسېږي او بیا په کومه ځي؟

"دا خلک چې له نورو ولایتونو راځي، په خپل سر نه راځي هلته داسې خلک شته چې لس پینځلس کسان موږ ته رالیږي په دې ځای کې بیا په لاره بلد خلک شته چې دوی لېږي راشکل ته بیا خاش ته او بیا ایران شهر ته بیا بندر او بیا کرمان ته او بیا تهران."

.
د عکس تشریح، موږ پرله پسې دوه ورځې له پولیسو سره په ګزمه کې مله وو، خو داسي ښکارېده چې قاچاقبر له پولیسو څوګامه وړاندې ځي
نیمروز
د عکس تشریح، د افغانستان په نیمروز کې چي له ایران او پاکستان سره په ګډه پوله پروت دی، د دې هېواد له هرې سیمې خلک لیدلی شو.

موږ پرله پسې دوه ورځې له پولیسو سره په ګزمه کې مله وو، خو داسي ښکارېده چې قاچاقبر له پولیسو څوګامه وړاندې ځي، نو نيول يې سختیږي پر پولیسو له قاچاقبرو سره د یارانې تورونه هم شته خو موږ چې ولیدل ځواکونه د تشو موټرو په نیولو بریالي وو په چا چې یې اسناد نه درلودل.

د ستار د انتظار پای مو هم ولیده چې خپل برخلیک یې د قاچاقبرو په لاس ورکړ. سره له دې چې په مرګونو لارو د تلونکو کیسې یې اورېدلې، زړه کوي او وطن په خدای سپاري که بریالۍ شي د اروپا د کډوالۍ پنډغالو ته به يې سر ورسېږي.