د پکتیا زندان کتابتون

د ویډیو تشریح، د پکتیا زندان کتابتون

په دې وروستیو کې ډېریو څېړنو او کارپوهانو پر دې بحث تود کړی دی چې، وايي په زندانونو کې، باید کتابتونونه جوړ شي، ځکه کتابونه له بندیانو سره په اصلاح کې مرسته کوي. ښکاري چې په افغانستان کې هم ډېری په همدې نظر دي، ځکه د پکتیا ولایت په زندان کې د لومړي ځل لپاره، یو کتابتون جوړ شوی دی. دا او د هنر او ادب له نړۍ ډېر نور خبرونه شکېبا حبیب درته را ټول کړي دي.