ګوانتانامو کې د افغان بندي وکیل: موکل مې بې ګناه دی

- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، په ګوانتانامو زندان کې لاهم دوه افغانان له محاکمې او د جرم له اثبات پرته ساتل کېږي. یو امریکايی حقوقپوه چې د یوه افغان زنداني اسدالله هارون ګل مدافع وکیل ټاکل شوی وايي نوموړی د یوازېتوب له امله له ژور خپګانه کړېږي. ددغه افغان زنداني کورنۍ چې د پېښور په یوه پنډغالي کې ژوند کوي، وايي دی بې ګناه دی.
کلیف سټیفورډ سمېت وايي، "۱۷ کاله وروسته به هم خلک فکر کوي چې امریکا به تېروتنه نه وي کړې او دا کسان به ورانکاري وي. په دې زندان کې د اسد الله هارون ګل په ګډون ۲۳ کسان ټول هېڅ کاره دي. زه دې زندان ته ۳۷ ځله ورغلی یم ځکه بې وسه اسد پکې بند پاتې دی. د وکیل پیدا کولو لپاره یې ۹۰۰ لیکونه استولي خو یو یې چا ته نه دی رسېدلی بالاخره چې یو لیک یې موږ ته راورسېد".
دی وايي، له "ریپریو" مرستندویه ټولنې سره په ګډه کار کوي چې موکل یې خوشی شي، خو ډېره سخته ده ځکه د نړۍ یو ډېر قوي کس حقیقت نه اوري او وایي چې دا خلک دې په زندان کې وي."
دغه امریکایی وکیل وايي زیاتوي، پر اسد الله هارون ګل کوم تور نه دی پورې شوی او په ګوانتانامو کې له ۲۲۰ افغانانو، په هېڅ کوم یوه تور پورې نه شو. "زما په فکر دا یو لوی جرم دی. دوی وایي چې دی په پېښور کې د کډوالو په هغه کمپ کې لوی شوی چې حزب اسلامي یې مالي ملاتړ کاوه او ددوی په فکر دا جرم دی."
په پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمن الله ددې زنداني کور ته ورغلی دی.
۷۰ کلنه مور، د خپل زنداني زوى د خلاصون په تمه د هر چا هرکلى کوي. هغه په کړوپه ملا او عصا په لاس انګړ ته راوځي چې پوه شي د زوی درک یې مالوم شوی که نه.
د اسدالله هارون ګل مور له خبریال را نیولې تر حقوقپوه او سیاستول، له ټولو پوښتي چې ټول را خوشي شوي، دده زوی ولې لا هم بندي دی:
"زوی یې را څخه واخیست او ورک شو. رکه روغه وم، خو د هغه له نیول کېدو وروسته داسې بې وسه شوم، اوس له عصا پرته تګ نه شم کولی، هډوکي مې تش شوي، اعصاب مې سم کار نه کوي. تاسې او نور چې په انګړ کې غږېږئ، نه پوهېږم چې څه وايئ. د هغه نشتوالي په اندېښنه کې دې حال ته رسېدلی یم، اوس وایم ټول خوشي شوي ولې هغه نه را خوشی کېږي. هیله منه یم چې له خیره را خوشی شي، خپل کور ته راشي، چې زړه مې کرار شي."
د اسدالله کورنۍ د پېښور سوېل لور ته د کډوالو پنغالي په یوه زوړ کور کې ژوند کوي. په دې کنډواله کې یوه مور، مېرمن او دوه لوڼې د اسدالله خوشې کېدو لارې څاري.
په ګوانتانامو کې ددغه بندي سړي مېرمن چې د ګډ ژوند او ښو شېبو یادونه کوي، سترګې یې له اوښکو ډکې کېږي. وايي له پلار پرته د وړې لور روزنه، دروند بار چې لا یې هم په اوږو دی:
"په پلار ډېره ګرانه او نازولې وه. هر چېرته به یې بېوله. لور مې ۹ کلنه وه چې پلار یې ونیول شو. مایې انځور په المارۍ ځړولی. لور مې چې لویه شوه د پلار انځور ته به یې کتل او ژړل به یې. تل یې پوښتلم چې پلار مې چېرې دی؟ ورته به مې ویل راځي. وروسته مې ورته وویل پلار دې بندي دی."

د اسدالله لور خپل پلار نه دی لیدلی، خو یوازې له پخوانیو انځورونو یې پېژني، چې د زړې المارۍ په ښيښو لګول شوي:
"د ۲۰۱۹ کال د څلورمې میاشتې په ۱۶ یې دغه لیک را لېږلی، په لیک کې یې را څخه غوښتي چې راتلونکي کې باید لوستې او غښتلې شم، په لیکونو کې یې تل زه هڅولی یم چې زده کړه وکړم او غواړي چې راتلونکي کې یوه تکړه ښوونکې شم چې خلکو ته خدمت وکړم. په دې لیک کې یې را څخه غوښتي چې تل ورته لیک ولیکم او د زدکړو حال ورکړم او ورته دعا وکړم."
په ګوانتانامو کې ددغه بندي، سپین ږیری پلار ډاډمن دی چې زوی یې بېګناه دی او باید راخوشی شي:
"هېڅ ګناه نه لري. چاته یې زیان هم نه دی رسولی. ډېرې خبرې به یې نه کولې. ذکر او لمونځ به یې کاوه. په ارمان یم چې یو وار راشي او هغه روغ ووینم هماغه شېبه مړ شم."

د اسدالله د کورنۍ غړي شپه او ورځ د هغه د خوشي کېدو خبر اورېدو په تمه دي، خو له انتظار پرته بله چاره نه لري.
په همدې حال، د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل چې له امریکايي حقوق پوهانو سره ددغه بندي دوسیه څارلې وايي، د دوی موندنې ښيي ګوانتانامو زندان ته ډېری لېږل شوي افغانان ولسي او بې ګناه وګړي وو:
"تر هغه چې موږ په ګوانتانامو کې د بندي شویو کسانو دوسیې له نظره تېرې کړې، ډېری یې بې ګناه او د طالبانو، حزب اسلامي او د مولوي خالص حزب اسلامي په نامه نیول شوي وو او ډېری یې ولسي وګړي وو. طالبانو ته اړوند کسان چې نیول شوي وو، په قدر او عزت قطر ته ولېږدول شول او اوس دوحه کې ښه ژوند لري. لا هم دوه افغان وګړي په ګوانتانامو کې ساتل کېږي، برخلیک یې روښانه نه دی. د ډېرو نړیوالو او بشرپالنې قوانینو خلاف دوی سره ظلم شوی."
د طالبانو واکمنۍ له پرځېدو وروسته، په افغانستان او پاکستان کې ۲۲۰ افغانان و نیول شول او ګوانتانامو زندان ته ولېږل شول. د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال ډېری بندیان خوشي شول او د طالبانو ۵ مهم غړي له یوه امریکايي سرتېري سره تبادله شول، خو دغو دوو افغانانو برخلیک چې ویل کېږي ولسي وګړي دي، لاهم روښانه نه دی.











