ورځپاڼې: د ګوانتانامو زندان تړلو پلان نشته

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

نيويارک ټايمز د گوانتانامو د زندان د شرايطو او وضعيت په تړاو يوه مقاله خپره کړې چې پکې راغلي، د گوانتانامو په زندان کې تر اوسه څوک د عقلي زوال په ناروغي نه دي اخته شوي، خو د زنگنو د سورين او د تنفس په ناروغيو د اخته شويو نښې لیدل کېږي.

د گوانتانامو زندان له تېرو ١٧ کلونو راپدېخوا جوړ شوی او د افغانستان د جگړې بنديان پکې ساتل کېږي. دا چې يو تر ټولو 'بد' زندان دى له کلونو راهیسې يې د تړلو په اړه خبرې روانې وې، خو اوس د امريکا دفاع وزارت پام کې لري چې د ترهګرو د ساتلو لپاره يې ونه تړي او تر هغه پکې دوی وساتي چې هلته زاړه یا مړه شي.

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما حکو مت غوښتل چې دغه زندان وتړي، خو گانگريس يې مخه ونيوله او د ټرمپ ادارې يې د ساتلو ټټر وهلى.

د امريکا دفاع وزارت غواړي چې تر ٢٠٤٣ کاله يانې تر ٢٥ نورو کلونو لپاره يې ونه تړي.

ورځپاڼه وړاندې کاږي، اوس هم پدغه زندان کې ٤٠ بنديان ساتل کېږي.

نو که له پلان سره سم دغه زندان نه تړل کېږي، په ٢٠٤٣ کال کې به د زاړه بندي که ژوندى پاتې شي عمر ٩٦ کلونو ته ورسېږي او د ځوان هغه چې يو فلسطينى دى عمر به یې٧٢ کلونو ته ورسېږي.

پاکستانۍ 'ډان' ورځپانې په خپله يوه سر مقاله کې د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزير د وروستيو څرگندونو په رڼا کې د افغانستان وضعيت ته کتنه کړې.

وايي گډې پولې او گډ کلتور له بده مرغه د شلمې پېړۍ له نيمايي راپدېخوا د افغانستان - پاکستان پر اړيکو منفي اغېز کړى دی.

په مقاله کې راغلي، له ١٧٧٩ کاله راپدېخوا چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، پاکستان د افغانستان په کشاله کې ښکېل شوی او تراوسه پکې بند پاتې دی.

سر ليکنه وړاندې کاږي، د تېر قضاوت لپاره تاريخ تر ټولو ښه شاهد دى. ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان يوازېنی هېواد نه دی چې د خپلو لاسپوڅو له لارې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې او نفوذ ته لاره پرانیزي، نور سيمه یيز او نړيوال ځواکونه هم دغه کار د خپلو ورته وفادارو ډلو لخوا تر سره کوي او ددې تر څنگ وايي افغانان هر وخت په خپلو کې سره په جنگ دي. مقاله کې ویل شوي، همدا لاملونه دي چې په نوموړي هېواد کې سوله نشته.

زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وار وار د ګوانتانامو د زندان تړل کېدو غوښتنه شوې

دغه حالت ته په کتو، اوس د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د وروستیو څرگندونو هر کلى شوى چې ويلي يې دي پاکستان به د افغانستان د سولې په بهير کې بي پرې پاتې کېږي او وايي ددې لپاره چې په افغانستان کې سوله او ثبات راغلى وي، نور هېوادونه او قدرتونه هم بايد د افغانستان په مسئله کې بې پرېوالی خپل کړي او د افغانانو په مشرۍ يوه حل لار پرانيزي.

'عرب' نيوز د الجزاير د مذهبي مشر عباسي مدني د مړينې په اړه يوه مقاله خپره کړې. مدني د الجزاير د نا قانونه گرځول شوي اسلامي ژغورنې محاذ بنسټګر و.

هغه په ١٩٩٢ کال کې وروسته تر هغه د حکو مت پر ضد د وسله والې مبارزې غږ وکړ چې پوځيانو د گڼ گونديزه ټاکنو پايلې چې د اسلامي ژغورنې محاذ يې گټونکى گڼل کېده، لغوه کړې. د مدني په مشرۍ گوند د ١٩٩١ او ١٩٩٢ کال د پارلماني ټاکنو ښکاره گټونکى و.

ددغو ټاکنو له لغوه کولو وروسته د يوې لسيزې اوږدې کورنۍ جگړې پرمهال د اټکل له مخې تر ٢٠٠ زرو کسان ووژل شول.

د الجزاير خلک عباسي مدني د کورنۍ جگړې پرمهال د زياتو وينو تويولو مسؤول گڼي.

مدني وړمه ورځ په قطر کې ومړ او مړى يې پرون شنبه په الجزاير کې خاورو ته وسپارل شو.

مدني په الجزایر کې له ١٢ کلن بند تېرولو وروسته له ٢٠٠٣ راپدېخوا قطر کې په جلا وطنۍ کې شپې ورځې سبا کولې.