د ګوانتانامو ۸ بې جرمه افغان زندانیان
د افغانستان د شنونکو شبکې یوه څېړنه ښيي چې لږ تر لږه اته افغانان له کوم سند پرته د تېروتنې له کبله، د نا سمې ژباړې له امله او یا هم د ځورونې پرمهال د اعتراف له کبله له کلونو راهیسې په ګوانتانامو کې بندیان دي.
په کابل کې د امریکا سفارت د دغه راپور په اړه ویلي، په دې اړه خبر دي خو وايي جزییات یې لا نه دي لوستلي.
په "ګوانتانامو کې د افغانانو تجربې" نومي ۶۷ مخیز راپور کې د هغو اتو تنو افغانانو دوسیو ته کتنه شوې، چې په دغه بدنام زندان کې یې اوږده موده تېره کړې ده.
د دغې ډلې شپږ تنه د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو په مودې کې نیول شوي دي او دوه تنه نور یې په ۲۰۰۷ کال کې دغه زندان ته استول شوي دي.
له دغو کسانو یو هم د جګړې په ډګر کې نه دی نیول شوی، خو د دغه راپور څېړونکې کیټ کلارک وايي، له دغې ډلې شپږ تنه یې د پاکستاني او یا افغان ځواکونو له خوا نیول شوي او یوازې دوه تنه یې د ناپېژندل شویو کسانو د معلوماتو پربنسټ د امریکایانو له خوا نیول شوي دي.
د افغان څېړونکو شبکه وايي، د امریکايي پوځيانو څېړنې او سندونه او دغه راز د محکمې سندونه ښيي چې پر دغو کسان لګېدلي تورونه څرګند نه دي او د هغوی نیول کېدل د اوازو، پټو شواهدو، ګوندي اختلافونو، ناسمې ژباړې او د ځورونې په پایله کې د څرګندونو او حقیقتونو په برخو کې د سختو تېروتنو پر بنسټ شوي دي.
"فلانی ترهګر دی"!
کیټ کلارک لیکلي د نیول کېدو په یوه پېښه کې یو تن له دې امله نیول شوی چې له بل کسه یې اورېدلي وو چې فلانی ترهګر دی.
دغه راپور وايي، امریکايي پوځیانو وخت، جغرافیه او د ډلو په اړه تېروتنه کړې او ان هغه ډلې چې کلونه مخکې یې وسلې پر ځمکه اېښي او یا هم هېڅکله د جهادي ډلو په کتارونو کې نه دي جنګېدلي سره ګډې کړې یې دي.
د دغو اتو تنو دوسیې ښيي د اسلامي ګوند هغه کسان چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د شوروي ځواکونو پر ضد جنګېدلي د شک په سترګه ورته کتل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کیټ کلارک وايي هغه کسان، وروڼه یې او یا ترونه یې چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د یوه ګوند په ملګرتیا جنګېدلي په ۲۰۰۰ کال کې د هغوی جګړه ییز دریځ نه په ډاګه کوي.
د افغان څېړونکو شبکې شنونکي وايي، امریکايي پوځیان نه دي توانېدلي چې د اتو کسانو له ډلې پر یوه یې هم څه ثبوت کړي.
شبکه دا هم وایي دا چې وښوول شي دا اته تنه هېڅ یو یې هم هیڅ کاره نه وو دا دی چې طالبانو د امریکايي سرتېري بریګډال د تبادلې پرمهال د دغو کسانود خوشي کولو لپاره هېڅ راز هڅه نه ده کړې.
د افغانستان د څېړونکو شبکې ویلي، په پایله کې د اتو کسانو له ډلې پنځه تنه یې لا هم په ګوانتانامو کې بندیان دي او درې تنه نور یې د امریکا د حکومت لخوا عربي متحده اماراتو ته ولېږل شول، چې اټکل دی هلته لا هم یو ډول تر څار لاندې دي او تر اوسه یې افغانستان ته د ستنولو په اړه پرېکړه نه ده شوې.
د شمېرو له مخې د ګوانتانامو زندان د ۷۸۱ بندیانو له ډلې چې د دغه زندان ډوډۍ یې څکلې ۲۲۰ تنه یې افغانان وو.
امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی خو د افغانستان د څېړونکو شبکه وايي، دغې څېړنې د امریکا د استخباراتو او عدلي چارو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
اته بندیان څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
حاجي ولي محمد: د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، چې کابل کې یې صرافي کوله، د القاعدې او طالبانو د ملاتړ تور پرې لګېدلی. نوموړی د ۲۰۰۲ کال جنورۍ کې پاکستان کې ونیول شو، چې له ۱۴ کلونو راهیسې ګوانتانامو زندان کې بندي دی.
عبدالظاهر: د لوګر ولایت دی. دی ژباړن او څوکیدار و، د القاعدې د ژباړن تور پرې لګېدلی. له ۱۴ کاله بند وروسته اوس هم ګوانتانامو زندان کې دی.
عبیدالله: د خوست ولایت د خوراکي توکو یو هټیوال دی، چې د القاعدې شبکې په غړیتوب تورن شوی. اوس له ۱۴ کلونو بند وروسته له ګوانتانامو زندانه سعودي عربستان ته لېږدول شوی.
بوستان کریم: د خوست ولایت او ګل خرڅوونکی و، چې د القاعدې د یوې څانګې په مشرۍ تورن شوی، هغه د ۲۰۰۲ په اګست کې پاکستان کې امریکايي ځواکونو ته سپارل شوی و.
محمد کمین: د خوست یو ملا امام دی چې القاعده کې د غړیتوب په شک نیول شوی، نوموړی هم سعودي عربستان ته لېږدول شوی.
حمید الله: د کابل اوسېدونکی او د موټرو پلورونکی و. نوموړی د اسلامي حزب غړی دی. له ملي محاذ، طالبانو، القاعدې، اسلامي حزب او ځینو نورو ډلو سره د پلوۍ په تور نیول شوی.
هارون ګل: د ننګرهار ولایت د خوراکي توکو دوکاندار او د اسلامي حزب قومندان و. هغه د ملي امنیت له خوا نیول شوی، خو ملي امنیت یې نیول ردوي.
محمد رحیم: د ننګرهار ولایت موټر پلورونکی و. پر هغه تور دی چې ګني د اسامه بن لادن ژباړن و. دی په ۲۰۰۷ کال پاکستان کې نیول شوی او افغانستان ته لېږدول شوی. د سي ای اې له خوا ربړول شوی. له نهو کلونو بند وروسته اوس هم ګوانتانامو زندان کې بندي دی.









