د ګوانتانامو پخوانی بندي جهاد دیاب له یوروګوای وځي

د عکس سرچینه، AFP
پخوانی سوریایی بندي جهاد دیاب وروسته تر هغه د نه خوړو اعتصاب پای ته ورساوه، چې له یوروګوای یې پر وتلو موافقه وشوه. نوموړی د نه خوړو د اعتصاب له کبله مرګ ته نژدې شوی و.
دیاب د ګوانتانامو له هغو شپږو پخوانیو بندیانو دی، چې په ۲۰۱۴ کال د زندان د بندېدو د خبرونو په لړ کې یوروګوای پناه ورکړه.
خو نوموړي ۶۸ ورځې د نه خوړو اعتصاب وکړ، همدا وو چې روغتیايي حالت یې نژدې مرګ ته نژدې کړی و.
دیاب غوښتل چې یوه عربي هېواد ته یې واستول شي او غواړي چې له خپلې کورنۍ سره ژوند وکړي.
د نوموړي ملاتړو نه دي ویلي چې ایا کوم هېواد به د ده غوښتنه منلې وي که نه، خو وايي د جګړې له کبله سوریې ته بیا نه ستنېږي.
یوروګوای وړاندې ویلي وو، قطر او ترکیې د دیاب د منلو غوښتنه رد کړې ده.
"د دیاب لپاره" په نامه ټولنې پر خپلې فیسبوکپاڼې ویلي "کله چې د هغه روغتیايي وضعیت ډېر خطرناک شو، له یوروګوای نه د ایستلو غوښتنه ورته وشوه."
رپوټونه وايي، یوروګوای د دیاب کورنۍ ورغوښتې ده، خو ده نه ده منلې.

د عکس سرچینه، EPA
امریکايي چارواکو ویلي، دیاب په ګوانتانامو زندان کې ۱۲ کاله بندي و، ځکه چې ددوی په وینا هغه "مشکوک دښمن" و او له سخت دریځو سره یې اړیکه لرله، خو پر نوموړي هېڅ کوم رسمي تور ثابت نه شو.
دیاب څو ځلې په زندان کې د نه خوړو اعتصاب کړی، چې ګڼې روغتیايي ستونزې یې ورته پیدا کړې او ډېر ځله یې د زندان له ساتونکو سره هم لفظي شخړې کړې دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ګوانتانامو زندان د بندولو ژمنه کړې.
اوباما ویلي وو، د ولسمشرۍ له مودې ختمېدو وړاندې به د کیوبا په سوېل ختیځ کې دغه زندان وتړي.
په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسې له بریدونو او پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته، ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ کال د بهرنیو مشکوکو ترهګرو د ساتلو لپاره جوړ شوی.
په دې زندان کې ټول ټال ۷۷۹ بندیان ساتل کېدل.
یوروګوای د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر میاشت کې پخواني عرب بندیان ومنل، خو وروسته یې وویل چې نور بندیان نه شي منلی، ځکه چې دغه کسان د دې هېواد له اب او هوا سره اشنا نه دي.








