افغان ځواکونو د بدخشان کوهستان ولسوالي بېرته ونیوله

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان امنیتي چارواکو بي بي سي پخلی کړی چې د بدخشان کوهستان ولسوالي د شنبې پر مازدیګر بې له کوم مقاومته بېرته د افغان ځواکونو لاس ته پرېوته.
د افغان پوځ د شاهین قول اردو د دویمې لوا ویاند عبدالمناف نظري د شنبې پر ماښام بي بي سي ته وویل، افغان ځواکونه اوس د کوهستان ولسوالۍ مرکز ته ننوتلي دي.
په کوهستان کې له تېرو څو ورځو سخته جګړه روانه وه او یو مهال وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ مرکز ته هم ننوتلي.
د شنبې پر سهار د بدخشان د امنیت امر سید جهانګیر بي بي سي ته وویل، ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه په کوهستان کې د طالبانو مورچلونو په نښه کولو لپاره چمتو شوي دي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي محبوب الرحمن طلعت هم بي بي سي ته ویلي وو چې طالبان د افغان ځواکونو د احتمالي بریدونو له کبله د کوهستان ولسوالۍ له مرکزه وتلي.
نوموړی زیاته کړه، طالبانو د پولیسو خوراکي توکي او له پېښو سره د مبارزې احتیاطي توکي یې هم له ځان سره وړي وو.
د ښاغلي طلعت په وینا وسله وال طالبان دوه شپې او دوه ورځې د کوهستان ولسوالۍ په مرکز کې دیره وو.
تر دې وړاندې د بدخشان امنیتي چارواکې هم ویلي وو چې طالبان یې د ولسوالۍ په مرکز کې کلابند کړي دي.
په ورته وخت کې د سیمي اوسېدونکي هم په کوهستان ولسوالۍ کې وروستۍ جګړې اندېښمن کړي وو.
د دوی په وینا، وسله والو طالبانو غوښتل چې د بدخشان د یو شمېر نورو ولسوالیو په څېر په کوهستان کې دوامداره مرکزونه جوړ کړي، او که داسې شوي وای نو افغان دولت ته به د دې ولسوالۍ بېرته نیول ګرانه وای.
په کوهستان ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه وه، او د دې ولسوالۍ د سقوط په اړه بېلابېل رپوټونه رامخې ته کېدل.










