د بدخشان په کوهستان کې سخته جګړه روانه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د وسلوالو طالبانو ځایي چارواکي ادعا کوي چې د دې ولایت کوهستان ولسوالۍ یې تېره شپه تر څو ساعته جګړې وروسته نیولې ده.
خو افغان دولت د طالبانو دا ادعا ردوي، او وایي چې یاده ولسوالۍ لا هم د افغان ځواکونو په لاس کې ده.
د سیمې اوسېدونکي هم وایي، دولتي سرتېرو ولسوالۍ ته نږدې کلیو ته شاتګ کړی، خو زیاتوي چې وسله وال طالبان لا د ولسوالۍ مرکز ته نه دي دننه شوي.
وسله والو طالبانو تېره شپه د بدخشان ولایت پر څلور ولسوالیو بریدونه کړي او د دې ولایت د کوهستان په ولسوالۍ کې یې دافغان ځواکونو څو پوستي نیولې دي.
د بدخشان د پولیسو قومندان عبدالخالق هم مني چې په یاده ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده، خو د ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو د ځپلو په موخه یې سیمې ته تازه دمه سرتېري لېږلي.
د کوهستان ولسوالۍ د فیض اباد ښار په ۸۰ کیلومترۍ کې پرته ده. یاده ولسوالي له پوځي پلوه هم طالبانو او هم افغان دولت ته ارزښت لري.
وسله والو طالبانو د چارشنبې پر شپه له څو خواو پر دې ولسوالۍ بریدونه وکړل او د ولسوالۍ مرکز ته نږدې شول.
د بدخشان د پولیسو قومندان عبدالخالق وایي، په جګړه کې د طالبانو څو قومندانان وژل شوي او وسلوال یې د تېښتې په حال کې دي.
طالبانو تېره شپه پر کوهستان سربېره یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم پر افغان ځواکونو بریدونه کړي.
د سیمې خلک هم وایي چې یو شمېر سیمې د طالبانو لاس ته ورغلي.









