بدخشان چارواکي: د ځانمرګي برید په تور یې درې کسان نیولي

د افغانستان د شمال ختیځ ولایت، بدخشان امنيتي چارواکي وايې، درې کسان یې د ځانمرګو بریدونو د تر سره کولو په تور نیولي دي.
امنیتي چارواکو ویلي، نیول شويو کسانو غوښتل هغه واسکټونه بدخشان ته ولېږدوي چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو.
په شمال زون کې د دوهم شاهین قول اردو قومندان محمد نعیم مجیدي بي بي سي ته ویلي:
"نیول شويو بریدګرو چې ځانونه د کندوز د چاردرې معرفي کوي، غوښتل له بهارک ولسوالۍ تېر او په یهوج دښته کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي."
د نوموړي په خبره، تورن کسان د بهارک ولسوالۍ د پولیسو په پلټنځي کې پېژندل شوي دي.
تر اوسه د دولت کومې مخالفې ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي. روان زېږدیز کال بدخشان ولایت د دولت د وسله والو مخالفانو د نسبتاً ډېرو بریدونو شاهد و چې له امله د امنیتي مرګ ژوبلې سربېره د بدخشان یو شمېر سیمې هم د وسله والو مخالفانو لاس ته لوېدلي دي.
د روان کال د اپرېل میاشتې په وروستیو کې وسله والو طالبانو پر زېباک ولسوالۍ برید وکړ او ځايي چارواکو ومنله چې ولسوالي یې له لاسه وتلې ده.
زېباک ولسوالۍ له مرکز فیض اباده ۱۲۰ کیلومتره لېرې پرته ده چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. دغه ولسوالي د بدخشان له خوندي سیمو بلل کېده. .
له دې پېښې کابو درې میاشتې وروسته د جولای په ۲۸مه په تګاب ولسوالۍ کې د قومندان په ګډون ۳۵ سیمه ییز پولیس د وسله والو طالبانو له خوا لومړی کلابند او بیا وژل شوي وو.









