د بدخشان او چین تر منځ د سړک جوړولو ژمنه

بدخشان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین سفیر وايي هېواد به یې مرسته وکړي چې د افغانستان دغه لرې پرته غرنۍ سیمه د تاجکستان له لارې له چین سره لاره ومومي.
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

په افغانستان کې د چین سفیر یاو جینګ د دغه هېواد شمال ختیځ ولایت بدخشان ته تللی او د دغه ولایت له اوسېدونکو سره یې ژمنه کړې چې هېواد یې په پام کې لري چې د تاجکستان له لارې بدخشان ولایت له چین سره ونښلوي.

سفیر ویلي د بدخشان له اشکاشم ولسوالۍ نه به د تاجکستان تر پولې یو سړک جوړ کړي.

دا لومړی ځل دی چې د چین یو لوړ پوړې چارواکي له چین سره پر پوله پروت ولایت بدخشان ته سفر کوي.

د واخان دهلیز چې نژدې ۸۰ کیلومتره اوږده سیمه یوې خوا ته له پاکستان سره درې اړخېزې پولې لري او بل سر کې له تاجکستان سره له درې اړخه لګېدلې چې اوس پرې د تېرېدو را تېرېدو کومه لار نه شته.

د چین سفیر وايي هېواد به یې مرسته وکړي چې د افغانستان دغه لرې پرته غرنۍ سیمه د تاجکستان له لارې له چین سره لاره ومومي.

''په قاشغر او بدخشان کې د نوري فایبر پر پروژې کار روان دی. همدارنګه ما د بدخشان له چارواکو سره په لیدنه کې د چین او تاجکستان تر منځ د سړک په بیارغونه هم خبرې کړي دي، چې د دې سړک په جوړېدو سره به افغانستان ته د سوداګریزې راکړې ور کړې لاره هم جوړه شي. ''

سفیر یاو جینګ له خلکو سره په خبرو کې همدا راز وویل چې هېواد به یې بدخشان ته د نوري فایبر د مزي په غځولو کې مرسته وکړي او خلکو ته به د لوړو زده کړو ځانګړي بورسونه هم ور کړي.

بدخشان

سفیر ویلي هېواد یې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي، خو وايي د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په باب یې هېواد خپل ځانګړی دریځ لري.

چین، چې له افغانستان سره پر پوله پراته سینکیانک ایالت کې یې اسلامپالي اورپکي فعال دي، د پولې دې غاړه بدخشان کې د تندلارو ډلو پر فعالیتونو اندېښمن دی.