"دوو کلونو کې به د بدخشان دشت فرخ کانال ورغوول شي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په شمال بدخشان ولایت د دشت فرخ د اوبو کانال د درېیمې برخې د بیارغوني کار پیلېږي.
د چارواکو په وینا دغه کانال به شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه خړوبوي.
د سیمې خلک د حکومت د دغه اقدام هر کلی کوي او وايي د نوموړي کانال فعالېدو سره به یې د اوبو کمښت ستونزه حل شي.
د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالي کې د فرخ دشت کانال په افغانستان کې د اوبو رسولو یو پخوانی کانال دی.
د اوبو د دغه کانال د لومړۍ او دویمې برخې د بیارغونې کارونه لا له وړاندې پیل شوي دي.
د افغانستان اوبو او برېښنا وزارت مرستیال عبدالبصیر عظيمي بی بي سي ته وویل، راتلونکو دوو کلونو کې به د اوبو د یاد کانال رغوولو چارې پای ته ورسېږي او ګټې اخیستنې ته به وړاندې شي.
د نړیوال بانک د شمېرو له مخې د افغانستان کابو ۷۰ سلنه وګړي په کرهڼه بوخت دي او د دغه ډول کانالونو جوړېدو سره به د دې هېواد کروندې لا هم وغوړېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان په تېر کې د سیمې په کچه د حیواني محصولاتو او وچې میوې لوی صادرونکی هېواد و، خو څو لسیزو جګړې د دې هېواد اډانه ویجاړه کړه، چې په دې سره یې زراعت هم محدود شوی دی.
د افغانستان خاورې ډېر لږ برخه دا مهال خړوبیږي.
په افغانستان کې د اوبو د طبیعي سرچېنې مدیریت یوه له هغو ستونزو دی، چې لا یې هم حکومت د ستونزو پر اوارولو نه دی بریالی شوی، خو چارواکي ادعا کوي چې په دې برخه کې پلانونه لري.








