
د بدخشان د مرکز فيض اباد هوايي ډګر له درې کلن کار وروسته اوس بشپړېدو ته نژدې شوی دی.
تمه ده چې د افغانستان د شمالي ولايت بدخشان هوايي ډګر ډېر ژر د الوتکو پر مخ په رسمي ډول پرانیستل شي.
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي د دغه هوايي ډګر په پرانیستل کېدو به د بدخشان د خلکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.
د فيض اباد د هوايي ډګر ځغاست ليکه وړاندې تر دې په اساسي ډول جوړه نه وه او يوازې وړو الوتکو کولای شول دغه ولايت ته پروازونه وکړي.
د بدخشان د مرکز فيض اباد هوايي ډګر له درې کلن کار وروسته اوس بشپړېدو ته نژدې شوی دی.
د ترانسپورت وزارت وايي که څه هم دغه هوايي ډګر لا په رسمي ډول نه دی پرانیستل شوی، خو ځينو خصوصي هوايي شرکتونو ورته خپل پروازونه پيل کړي دي.
د دغه وزارت وياند ننګيالی قلاتوال وايي په رسمي ډول د دغه هوايي ډګر پرانیستل کېدل به د بدخشان خلکو ته د تګ راتګ له اړخه ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي چې په ژمي کې يې لارې خورا ستونزمنې وي.
افغان چارواکي وايي دغه هوايي ډګر د اسيا د پراختيايي بانک په مالي ملاتړ په معياري ډول جوړ شوی او په ټولو اړينو وسایلو سنبال دی.
د فيض اباد د هوايي ډګر ځغاست ليکه وړاندې تر دې په اساسي ډول جوړه نه وه او يوازې وړو الوتکو پرې پروازونه کولای شول.
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي پلان لري چې د هېواد په ډېری ولايتونو کې هوايي ډګرونه جوړ کړي.
خوست، باميان، دايکندي، فراه، نيمروز، کندز او غزني هغه ولايتونه دي چې چارواکي وايي په معياري ډول به يې د هوايي ډګرونو د جوړېدو کار پيل شي.














