
د مسافرو د بکسونو د پلټنې لپاره درې د اکسرې ماشینونه لګول شوي.
که څه هم د کندهار د هوایي ډګر چارواکي وایې، چې د تېر یوه کال په اوږدو کې یې ګڼې لاسته راوړنې او پرمختګونه کړي، خو بیا هم ډېر کار ته اړتیا شته.
د کندهار د نړیوال هوايي ډګر امر احمد الله فیضي وایي، چې د تېر یوه کال په اوږدو کې یې د نړیوالو مرستندویه هېوادونو د ۶۴ میلیون یورو په مالي مرسته، په هوایي ډګر کې لسګونه پرمختیایي پروژې پلي کړي.
هغه وایي، چې د مسافرو د بکسونو د پلټنې لپاره درې د اکسرې ماشینونه، د هوايي ډګر زوړ سیسټم کمپیوټري کول او د تازه مېوې د خوندي ساتنې لپاره په هوایي ډګر کې د ننه د سوړ ساتن ځای جوړول د مهمو پروژو یوه برخه ده.
د ښاغلي فیضي په خبره، د کندهار نړیوال هوایي ډګر ځغاست لیکه (Runway) او (Taxiway) هم له سره رغول شوې.
نوموړی وایي، چې د تېرو دوو كلنو په عوايدو کې یې ۲۵ سلنه ډېروالی راغلی، چې دده په ټکو يوازې يې په تېر كال كې ټول عوايد یو اعشاریه څلور میلیون امريكايي ډالره وو.

د هوايي ډګر چارواکي وايي چې خروجي دروازه به ډېره ژر ورغوي.
نوموړی زیاته کړه چې ډېر ژر به د امريکا د ١٢ ميليون ډالرو په مالي مرسته د هوايي ډګر عمومي دروازه او د امنیتي ځواکونو لپاره نوي بلاکونه ورغوي چې ورسره سم به د مسافرو لپاره تمځای او د تلاشۍ مجهز ځايونه چمتو شي.
خوښاغلی فیضي وایي، چې د کندهار نړیوال هوایي ډګر تر ټولو لويه ستونزه د ترمينل زړه ودانۍ ده، چې پر نړیوال معیار نه ده برابره.
د هغه په خبره، د ترمينل د خروجي برخې لپاره یې د نوې ودانۍ د جوړېدو پلان او نقشه جوړه كړي او د بوديجې له ترلاسه کولو سره سم به یې د جوړولو چارې هم پیل کړي.












