د کندهار چارواکي وایي چې تېره ورځ دښار په پنځمه ناحیه کې یوه بنزی خپله مېره (ناسکه مور) په چړو وهلې او وژلې یې ده.
د دغه ولایت دوالي ویاند جاوید فیصل وايي، چې د دغې ۴۰ کلنې مېرمنې دوژلو په تړاو دری تنه چې ویل کیږي دهغې یوسکه او دوه ناسکه زامن دی دپولیسو له خوا نیول شوي.
دښاغلي فیصل په خبره چې لومړنیو پلټنو کې دوژل شوې میرمنې ناسکه زوې (بنزي) منلې چې خپله مېره یی په چړو وهلې او وژلې ده. خو دا لا روښانه نه ده چې د دغې میرمنې دوژلو اصلې انګیزه څه ده .
دغه پېښه پرداسې مهال رامنځ ته کیږې چې تردې مخکې د دغه ولایت د ښځو چارو دریاست چارواکو ویلې و، چې دروان کال په دریو میاشتو کې دښځو سره د زورزیاتي څه باندې ۱۰۰ پیښې يي ثبت کړې .












