
ولسوال حمدالله: په تېرو دوو میاشتو کې مو څه باندې ۳۰ تنه پاکستاني ملایان شړلي دي.
د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د کندهار د ډڼد ولسوال حمدالله نازک وویل پاکستاني ملایان په دغه ښارکې عام ولس د حکومت په وړاندې را پاروي او لمسوي.
دغه غونډه کې دکندهار قومي مشران، چارواکي او د مشرانو جرګې د دفاعي کمیټې پلاوي سره راغونډ شوي وو.
ولسوال حمدالله نازک وویل په تېرو دوو میاشتو کې يې څه باندې ۳۰ تنه پاکستاني ملایان چې د کوټې ښار مسلم باغ د سیمې اوسیدونکي وو د دې ولسوالۍ له جوماتونو څخه شړلي دي.
ښاغلي نازک زیاته کړه د دغه ملایانو څخه ځینې د ملي امنیت ادارې ته ورپېژندل شوي دي.
ښاغلی نازک وایي لاهم په ښار او ولسوالیو کې ډېر داسې ملایان شته چې د ایران او پاکستان څخه راغلې او په دغه ښار کې د عام ولس ذهنیتونه د افغان حکومت په وړاندې منفي لورته بیایي.
ولسوال نازک د کندهار د علما شورا پر مشر چې مخکینی طالب قومندان دی نیوکه وکړه چې د دغه کار پر وړاندې یي کوم ګام نه دی پورته کړی.
هغه همداراز وویل وسلوالو طالبانو د دا ډول ملایانو په مټ د حکومت پر وړاندې رواني جګړه پیل کړې چې د ده په ټکو پایلې به یې بیا خورا بدې وي.

موده وړاندې طالبانو په خپلو شپې پاڼو کې ویلي وو چې پر سیمه ییزو پولیسو به خپل بریدونه زیاتوي
غونډه کې د ژېرۍ ولسوال نیاز محمد سرحدي هم وویل وسلوالو طالبان په ځینو ولسوالیو کې خلک د کوکنارو کر کيلې ته اړ باسي.
ښاغلی سرحدي ادعا کوي چې تېره میاشت د جبار آغا په مشرۍ د طالبانو د کوټې شورا یوه ډله د دغه ولایت ځینو سیمو ته را لېږلې وه چې کروندګر د کوکنارو کښت ته اړباسي.
ښاغلي سرحدي زیاته کړه د وسلوالو طالبانو د دغه ډول کړنو په وړاندې سیمه ییز پولیس تر ټولو ښه ځواک دی. ده له راغلي پلاوې څخه وغوښتل چې د دغه ځواک د تجهیز لپاره دې له اړوند ارګانونو سره وغږېږي.
ولسوال وویل دوه میاشتې وړاندې وسلوالو طالبانو په خپلو شپې پاڼو کې ویلي وو چې د بهرنیو او نورو افغان ځواکونو په پرتله به پر سیمه ییزو پولیسو خپل بریدونه زیاتوي او دوی د بریدونو په لومړیتوب کې راځي.
په دغه غونډه کې چارواکو او د کندهار د ولایتې شورا غړو له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د دغه ولایت دامنیت د ټینګښت په موخه دې د امنیتي ځواکونو تشکیل زیات او سیمه ییز پولیس دې په ښه توګه تجهیز او اکمال کړي.












