
بم په زرنج موټرسایکل کې نصب و چې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه ورکړل شوه.
په کندهار کې چارواکي وايي بیګا شپه شاوخوا اته بجې د دغه ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې په سیمه کې یوه چاودنه شوې چې په کې د یوه ماشوم په ګډون ۳ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل په وینا چاودنه د یوه ریموټ کنټرول بم په وسیله د پولیسو په رینجر ګاډي شوې ده.
د نوموړي په خبره بم په زرنج موټر سایکل کې نصب کړل شوی و.
د کندهار د عامي روغتیا رییس ډاکټر قیوم پخلا هم د بي بي سي خبریال ته تایید کړه چې د پېښې له ځایه شپږ تنه ټپیان او درې مړي روغتون ته وروړل شوي دي.
بل لور ته کندهار ته په څېرمه هلمند ولایت کې یوه نامعلوم سړي د پولیسو په پوسته ډزې کړې، چې له کبله يي درې تنه پولیس وژل شوي دي.
چارواکي وايي برید ګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی دی او دوی یي په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو د دواړو پېښو مسوولیت منلی او ویلي يې دي، چې په هلمند کې يي د پولیسو یو قوماندان او په کندهار کې يې پنځه تنه پولیس وژلي دي.












