
کندهار کې د ١٢ کالن ماشوم پر وژنه چارواکي طالبان ملامتوي او طالبان انکار کوي
د کندهار سیمه يیز چارواکې ادعا کوي چې وسلوالو طالبانو له یوه ۱۲ کلن هلک څخه سر پرې کړې دی .
د والې ویاند جاوید فیصل وایي چي دغه هلک د چهارشنبې په ورځ د پنجوايي ولسوالۍ د سپېروان کلي ته تللى و چي هلته د وسلوالو طالبانو له خوا نيول شوى او وروسته یې دهغه سر غوڅ کړې دی.
دغه ١٢ کلن هلک اصلاً د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول د کلې اوسیدونکى دی.
د فیصل په خبره وسلوالو ځکه د دغه ۱۲ کلن هلک سر غوڅ کړې چې ورور یي په ژړۍ ولسوالۍ کي د سیمه يیزو پوليسو په ليکو کي دنده سرته رسوي.
د کندهار امنیتې چارواکې وایي چې د دغه کوچني مړى یې په داسې حال کې چې مړې یی سر غوڅ شوې وه په پنجوایي ولسوالۍ کې د سړک په غاړه موندلې دى.
که څه هم د کندهار سیمه يیز چارواکي د دغه هلک د وژلو پړه پر وسلوالو طالبانو ور اړوي خو طالبان دغه ادعا ردوې .
د وسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدې بي بي سي سره په يوۀ تماس کې نه یوازی دا چې د حکومت دغه ادعاوې رد کړې هغه وویل چې د دغه کوچني ووژل په سختو ټکو غندې.
د احمدي په خبره چې په دغه برخه کې د دوى د مشر پيغام شته چې وايي د هیڅ یو افغان سر باید د وسلوال له خوا غوڅ نه شي.
تر دې وړاندې وسلوالو طالبانو دېهلمند د۱۷ې تنو وژل هم رد کړې وه او ویلې وه.
په يوه بله پېښه کې د کاپيسا ولايت چارواکي وايي چې د يوې شپږ کلنې نجلۍ غوڅ شوى سر يې موندلى دى.
چارواکي وايي د وړې نجلۍ مړى يې په يوۀ بڼ کې موندلى دى.
د دغې پېښې پړه لا تر اوسه چا نه ده منلې.












