کندهار کې دوو چاودنو ۶ کسه وژلي دي

چارواکي وايي په دواړو چاودنو کې لوی زيان ولسي وګړو ته اووښتی دی.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، چارواکي وايي په دواړو چاودنو کې لوی زيان ولسي وګړو ته اووښتی دی.
    • Author, مامون درانی
    • دنده, سیمه ییز خبریال

د افغانستان په جنوب کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، بمي چاودنو شپږ ملکيان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي چې ښځې هم په کې دي.

ولايتي چارواکي وايي، په خاکریز ولسوالۍ کې یو بم پر هغه تراکتور چاودلی، چې کډه یې لیږدوله.

په دغه پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او د دوو نورو میرمنو په ګډون درې تنه په کې ټپیان شوي دي.

دویمه چاودنه په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین له امله رامنځته شوې، چې له امله يې د ښځو په ګډون پنځه کسه وژل شوي او درې ټپيان دي.

ټپيان د بولدک روغتون ته لېږدول شوي دي.

که څه هم تر اوسه ددغو پيښو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل د دغو پیښو مسولیت پر وسله والو ور اچوي.

بل خوا حکومت ادعا کوي چې په کندهار کې يې پنځلس وسله وال طالبان وژلي دي، خو طالبانو تر اوسه دغه ادعا نه ده تاييد کړې.

تېره ورځ په يوه جلا پېښه کې پر يوې پوستې د بريد په پایله کې دوه افغان پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوې دي.