
د کندهار چارواکي وايي ماین خښوونکي تېره شپه د ماین خښولو پرمهال وژل شوي.
د کندهار چارواکي وایي چې تیره شپه ددغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې د افغان سرحدي پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته کې څلور وسلع وال وژل شوي.
د کندهار ولایتي ویاند جاوید فیصل وایي چې دغه نښته تېره شپه د کندهار ولايت د معروف او د زابل ولايت د اټغر ولسواليو په سرحد سیمه کې رامنځ ته شوې چې په پایله کې يې د طالبانو د یوه جنګې قومندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.
بل خوا، ددغه ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د عارف کلا په سیمه کې د ايساف ځواکونو په یوه هوايي بريد کې پنځه ماين ښخوونکي وژل شوي دي.
دغو کسانو غوښتل چي تېره شپه لس بجې په ياده سيمه کي د يوه خامه سړک پر غاړه ماينونه ځاى پر ځاى کړي، چې د امنيتي کمرو لع خوا ليدل شوي او وروسته د ناټو د هوايي ځواک له خوا په نښه شوي دي.
جاوید فیصل وايي چې له ماین خښوونکو په سیمه کې پنځه ماینونه، یو کلاشینکوف، یوه تومانچه او یوه واک ټاکي مخابره پاتې شوي دي.
نوموړی وايي چې د وژل شوو مړي لاهم په سیمه کې پراته دي.
عارف کلا، سره کلا او کوبي هغه سيمې دي چې په کې تېره اوونۍ د افغان ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات وشول او د مخالفينو څلور لويې قرارګاوې له منځه يووړل شوې.
تر دې دمه وسله والو طالبانو ددغه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.












