
جنرال رازق په برید کې سربېرن ټپي شوی دی.
د کندهار چارواکي وایي چې په یوه ځانمرګي برید کې لږترلږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او ددغه ولایت د امنیه قومندان په ګدون ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
دغه برید تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د ښار د لسمې امنیتي حوزې په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شو، چې د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق د سپرلۍ موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.
ځانمرګى بريد کوونکى چي په مازدا موټر کې سپور وو، او پرې د پاسه يې د چاودېدونکو توکو ډک کانټينر اېښى وو، د جنرال رازق له موټر سره نژدې والوځاوه.
چاودنه دومره زوروه وه چې د کندهار په لیرو سیمو کې اورېدل شوې او یوشمېر دوکانونه او کورونه یې هم سخت اغېزمن کړي دي.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وایي چې د تېرې شپې په ځانوژونکي بريد کې امنيه قومندان جنرال رازق پر يوه لاس او د مخ پر ځينو برخو باندې په سطحي توګه ټپي شوى دی چې دمګړۍ تر درملنې لاندې دی.
د هغه په خبره، د تېرې شپې د بريد ملکي قربانيان هم چې لويه برخه يې ښځې او کوچنيان دي، د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسله والو طالبانو د ټیلې فون په یوه لنډ لیکلي پیغام کې ویلي چې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق یې په یو موټر بم کې ټپي کړی دی.












