طالبان د پنجوايي د پاخۀ سړک خرابول نه مني

د خپريدو وخت: 08:48 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391
طالبان

طالبانو دا ډول خبرونه د حکومتي چارواکو تش تبلیغات بللي دي.

وروسته له هغه چې د رسنيو له لوري د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د يوه سړک د ويجاړيدو په اړه خبرونه خپاره شول وسله والو طالبانو یی په اړه خپل غبرګون په ډاګه کړى دى.

وسله واالو طالبانو ويلي چې دوى د عام المنفعه تاسيساتو په ورانولو کې هيڅ ډول لاس نه لري او نه يې هم دا کار کړى دى.

تیره ورځ (چارشنبه، ۲۲ اګست) د پنجوایي ولسوال رسنیو ته ویلي وو، وسلوالو طالبانو د دغې ولسوالۍ له الماړي، اکبر کلي، نجات سيمه، دستګيري ښوونځي نه تیریدونکی نوی جوړ شوی سړک ویجاړ کړی دی.

ولسوال همداراز ویلي، چې وسلوالو پر دغه سړک ماینونه هم ښخ کړي دي.

طالبانو رسنيو ته د يوه استول شوي ټیلفونې پیغام له لارې دا ډول خبرونه د حکومتي چارواکو تش تبلیغات بللي دي.

طالب ویاند قاری یوسف احمدی په پنجوايي کې د طالبانو له لوري د پاخه سړک د وېجاړېدو خبرونه رد کړل.

ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په لومړې ورځ له وسلوالو غوښتي که دوی د عامو خلکو په وژنه او ورته نورو کارونو کې لاس نه لری نو په ډاګه دی کړې چې دوی دا کارونه، نه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>