وسله والو طالبانو ویلي چې د کابل له څرخي پله زندان څخه یې ۱۵ بنیدان تښتېدلي دي.
طالبانو په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې دغه بندیان تېره شپه د څرخي پله زندان له شپږم بلاک څخه د پنجرو تر ماتولو وروسته وتلي دي.
طالبان وايي چې پر ګڼو تښتېدلو طالب بندیانو حکومت د اعدام حکم کړی و، چې په وینا یې اوس خپلو ملګرو او کورنیو ته رسېدلي دي.
طالبانو د ځینو راخوشي شوو بندیانو نومونه هم په ډاګه کړي دي.












