دکندهار امنیتې چارواکې وایي د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوې دي.
د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وایي چاودنه د پنجشنبې په ورځ مازیګر مهال شاوخوا ۶ بجې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د کڅې زیارت په سیمې کې رامنځته شوې.
چارواکي وایي چې وژل شوي ټول د یوې کورنې غړي دي چې په کې دوه میرمنې، درې کوچنیان او یو نارینه شامل دی.
د تل په څېر چارواکو د دغه چاودنې پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې خو دا هغه خبره ده چې وسله وال طالبان یې تل رد وي.
خو ځینې څېړنکې وايي چې ډیری وخت د سړک غاړې ماینونه د وسلوالو طالبانو له لوري د لاری په اوږدو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو لپاره اېښودل کېږې.












