
له دندې ګوښه شوی امنیه قومندان له دې وړاندې د تخته پول ولسوالۍ امنيه قومندان و
د کندهار امنیتي چارواکو د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال ګل محمد د کار پر مهال د بې پروایۍ له کبله له دندې ګوښه کړی دی.
چارواکي دغه ګام له هغې وروسته پورته کوي چې د یکشنبې په ورځ (۱۹م د اګست) د سپين بولدک ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې یوکس چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې یو بهرنی په ډزو وواژه او دوه نور یې ژوبل کړل چې یو یې افغان ژباړن و.
د بهرنيو سرتېرو په ځوابي ډزو کې یو افغان سرتېرى هم ووژل شو.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي د سپين بولدک امنيه قومندان له دې امله له خپلې دندې ليري کړل شوى، چې د خپلو پوليسو په ليکو کې يې د مشکوکو وګړو مخه نه وه ډب کړې او د دغه وسله وال بريد مخنيوى يې ونه کړاى شو.
له دندې ګوښه شوی امنیه قومندان له دې وړاندې د تخته پول ولسوالۍ امنيه قومندان و او له څه باندې يوه کال راهيسې يې په سپين بولدک ولسوالي کې دنده سرته رسوله.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وایي چې پولیسو له ګوښه شوي مشر نه به د وروستۍ پېښې په اړه نورې پوښتنې ګروېږنې هم کېږي. د نوموړي په خبره که چېرته مجرم ثابت شي د پوځي قانون پر اساس به ورته سزا ورکول کېږي.
په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر بهرنيو سرتېرو د افغان سرتېرو وسله وال بريدونه زيات شوي، خو دا لومړى ځل دى چې د دغسې يوې پېښې په تړاو يو افغان امنيتي چارواکى له دندې ګوښه کېږي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ۳۰ دا ډول بريدونو له امله ۴۰ بهرني سرتېري وژل شوي چې ډېری يې امريکايي دي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم پر خپلو سرتېرو د افغان ځواکونو پر وروستيو بريدونو اندېښنه ښودلې او هيله يې څرګنده کړې، چې ډېر ژر به د دغو بريدونو کچه ټيټه شي.












