د امريکا لوړپوړی پوځي چارواکی د ناټو له قومندانانو او په افغانستان کې له لوړ رتبه چارواکو سره دغلته د افغان پوځيانو له لوري په بهرنيانو د مخ په زياتېدونکو بريدونو په اړه خبرې کوي.
د امريکا د پوځ د ګډو ځواکونو قومندان جنرال مارټن ډمپسي خبريالانو ته ويلي د کتنو اصلي هدف به يې د دا ډول بريدونو د ګراف لوړېدل وي.
د افغان ځواکونو په ډزو د بهرنيانو د وژلو وروستۍ پېښه هغه مهال په کندهار کې رامنځته شوه چې افغان پوليس خپل بهرنی ملګری په ډزو وواژه.
د ده په وژل کېدو سره په تېرو دوو اوونيو کې د افغانانو په ټوپکو د وژل شويو بهرنيانو شمېر لسو ته ورسېد.












