طالبان: عام خلک دې د 'جنګ غوښتونکو کړیو' په لمسون وسله نه پورته کوي

مزار

افغان طالبانو په هېواد کې د وروستیو امنیتي بدلونونو په درشل کې په یوه اعلامیه کې ویلي، له هغو کسانو سره به جدي چلن کېږي چې 'د خپل اقتدار ساتلو لپاره جګړې ته لمن وهي او عام خلک وسلوال پاڅون ته هڅوي'.

طالبان دا خبرداری وروسته له هغه کوي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې یو شمېر خلکو د دې ډلې پر ضد وسله پورته کړې ده.‌

په دې لړ کې د بلخ ولایت پخوانی والي عطا محمد نور د سې شنبې پر روځ مزار شریف ښار ته ورسېد او هلته یې د طالبانو پر ضد د 'ولسي پاڅون' د پیلولو او مشرۍ اعلان وکړ.

همدا راز د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق هم د چارشنبې پر ورځ مزار ښار ته تللی او هلته یې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون منظمولو خبره کړې ده.

له پروان او یو شمېر نورو شمالي‌ ولایتونو هم رپوټونه ترلاسه شوي چې ځینو کسانو د طالبانو د وروستیو پرمختګونو مخنیوي لپاره د وسلې پورته کولو پرېکړه کړې.‌

بل لور ته د افغانستان امنیتي‌ چارواکو هم په ښکاره اعلان کړی چې هغو خلکو سره به د وسلو او تجهیزاتو مرسته کوي چې د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو ملاتړ ته وردانګي.

خو تر اوسه داسې کوم تائید شوی رپوټ نشته چې افغان ځواکونو دې کومه سیمه کې عامو خلکو ته وسلې یا تجهیزات ورکړي وي.‌

"له هېچا سره به تبعیض نه کېږي"

مزار

د عکس سرچینه، Atta Noor Facebook

طالبانو په خپله اعلامیه کې همدا راز ویلي، دا ډله د افغانستان ټولو قامونو پورې اړه لري او له هېچا سره به تبعیضي چلن نه کېږي،‌ او نه به هم له چا غچ اخیستل کېږي.‌

یاده دې وي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش د سې شنبې پر ورځ ویلي وو، طالبانو په هغو سیمو کې د ولسوالیو نیول پیل کړي چې هلته په هیڅ ډول له ټولنیز او فرهنګي پلوه نه منل کېږي.

ښاغلي دانش پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي، په اویایمو کلونو کې هم مرکزي سیمو وښوده چې په هیڅ ډول د طالبانو زور او انحصار غوښتنې ته تسلیم نه شول.

ښاغلي دانش ولسي پاڅون ته په اشارې سره وویل، ''د دولتي حاکمیت په چوکاټ کې له جمهوریت، او د افغانستان د نظام دښمنانو ځپلو لپاره '' په ملي کچه مقاومت د بڼې موندلو په حال کې دی ''

خو طالبان تور لګوي چې ځینې کړۍ یوازې د خپل واک ساتلو لپاره عام خلک د 'مقاومت' په نامه تېر باسي.‌

بلخ

د عکس سرچینه، Atta Noor Facebook

د عکس تشریح، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هلته د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون هڅې پیل کړې دي

‌طالبان دا اعلامیه په داسې حال کې خپروي‌ چې د هېواد بېلابېلو برخو کې جګړې زور اخیستی.

یاده ډله ادعا کوي‌ چې یوازې په تېره یوه میاشت کې یې له پنځوسو ډېرې ولسوالۍ نیولې دي.‌

خو افغان امنیتي چارواکي وایي، له دې سیمو یې یوازې تاکتیکي شاتګ کړی او د بیا نیولو لپاره یې پلان عملي‌کېږي.

افغان پوځ همدا راز په روانو جګړو کې د سلګونو طالب وسلوالو د وژلو ادعا هم کوي.‌