ملګري ملتونه: د افغانستان کشاله باید د جګړې له ډګره د خبرو مېز ته راشي

د عکس سرچینه، UNAMA
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډبورا لاینز وایي، د افغانستان کشاله باید د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د خبرو پر مېز حل شي. نوموړې دا څرګندونې سه شنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په افغانستان کې د حالاتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وکړې.
اغلې لاینز د امنیت شورا غړو ته وویل ''یوازینۍ لار چې د منلو ده دا ده چې جګړه کې ښکېلې خواوې له جګړې لاس واخلي او د خبرو میز ته ستانه شي. ''
د ملګرو ملتونو استازې زیاته کړه ''هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي نړیوالې پایلې لري، ځکه نو اړتیا ده چې امنیت شورا په افغانستان کې د حالاتو له ترنګلتیا نه په بشپړه توګه خبره وي. ''
نوموړې اوس او په راتلوونکې کې د داسې پوځي حکومت په اړه هم خبرداری ورکړ چې د افغانانو، سیمې د هېوادونو او په ټوله کې د نړیوالې ټولنې له ارادې پرته پر خلکو وتپل شي.
اغلې لاېن وویل ملګري ملتونه به د افغانستان له حکومت، طالبانو، قومي مشرانو او نړیوالې ټولنې سره د سولې په خاطر چې په وینا یې ډېره اړتیا یې ده خپل کار ته دوام ورکړي.
د جګړې تودېدل او دیپلوماتیکې هڅې

د عکس سرچینه، ARG
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان بېلابېلو برخو کې جګړې زور اخیستی دی.
طالبانو ادعا کوي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې یې څه باندې پنځوس نورې ولسوالۍ هم له افغان حکومته نیولې دي.
خو بل لور ته افغان دفاعي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو له ځینو ولسوالیو یوازې تاکتیکي شاتګ کړی او ژر به دا سیمې بېرته ونیول شي.
دوی همدا راز ادعا کوي چې په وروستیو جګړو کې یې په ټول هېواد کې سلګونو طالب وسلوالو ته مرګژوبله ور اړولې ده.
همدې وضعیت ته په کتو، د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډبورا لاینز په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د جګړې له ډګر نه ستانه شي او د سولې خبرو بهیر ته وروګرځي.
نوموړې د امنیت شورا له ټولو غړو نه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د روانو پرمختیاوو او بشري اړتیاو په برخه کې ډېره مرسته وکړي، ځکه چې په وینا یې هغې افغانانو ته ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه به یې نه هیروي او ورسره به ولاړ وي.
بل لور ته ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د راتلونکې جمعې پر ورځ واشنګټن کې له امریکایي ولسمشر جو بایډن سره وګوري.
همدا راز د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د افغان سیاستوالو یو پلاوی به، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې شامل دی، په نږدې راتلونکي کې دوحې ته سفر کوي او طالبانو سره به د سولې د خبرو پر چټکولو غږېږي.










