ولسمشر غني او عبدالله د جون پر ۲۵مه واشنګټن کې ولسمشر بایډن سره ګوري

د عکس سرچینه، ABDULLAH FACEBOOK
سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به د روانې جون میاشتې پر ۲۵مه نېټه (راتلونکې جمعه) واشنګټن کې له امریکایي ولسمشر جو بایډن سره ګوري.
په دې اعلامیه کې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جېن ساکي له قوله ویل شوي، په دې کتنه کې به له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په درشل کې د افغانستان او امریکا پر دوامداره ملګرتیا خبرې کېږي.
اعلامیه کې راغلي، امریکا ژمنه ده چې د افغان ولس، ښځو، نجونو او لږکیو د ملاتړ لپاره دیپلوماتیکې، اقتصادي او بشري مرستې وکړي.
د امریکا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د ګډ کار له لارې به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي.
سپینۍ ماڼۍ همدا راز یو ځل بیا د افغان سولې بهیر ملاتړ څرګند کړی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د جګړې د ختمولو لپاره دې معنا داره مذاکرات وکړي.
په توده جګړه کې دیپلوماسي

د عکس سرچینه، ARG
افغان مشران په داسې حال کې واشنګټن ته د خبرو لپاره سفر کوي چې د هېواد بېلابېلو برخو کې جګړې زور اخیستی او کابو هره ورځ د ولسوالیو د سقوط رپوټونه ترلاسه کېږي.
طالبان ادعا کوي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې یې له پنځوسو ډېرې ولسوالۍ نیولې دي.
خو افغان حکومت وایي، له دغو سیمو یې یوازې تاکتیکي شاتګ کړی او د بیا نیولو لپاره یې پلان عملي کېږي.
افغان امنیتي چارواکي همدا راز د هېواد ګڼو برخو کې طالبانو ته د درنې مرګژوبلې د ور اړولو ادعا هم کوي.
په ورته مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د طالبانو جګړه اوس هېڅ مشروعیت نه لري او په خبره یې باید نړیوال افغانانو او طالبانو ته په بې پرې نظر و نه ګوري.
ولسمشر غني د شنبې پر ورځ ارګ کې د دفاع او کورنیو چارو نویو سرپرستو وزیرانو او لوی درستیز معرفۍ مراسمو ته وویل: ''نړۍ باید د افغانانو غږ واوري. زموږ ټول بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي او دا د منلو نه ده. نړیوال نه شي کولای افغانانو او طالبانو ته په بې پرې نظر وګوري.''
خو داسې ښکاري چې د امریکا حکومت له طالبانو سره د دوحې تړون له مخې له افغانستان د خپلو پوځیاناو ایستلو ته ژمن دی او په هره بیه چې وي، د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ختمول غواړي.










