د ولسمشر غني او سیاسي مشرانو کتنه؛ واشنګټن او دوحې ته پر مهمو سفرونو خبرې وشوې

کتنه

د عکس سرچینه، ARG

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن "دوشنبه" ارګ کې د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې او ثبات د ټینګښت، د هېواد د روان وضعیت، د نظام پیاوړتیا او امریکا ته د خپل پلان شوي سفر په اړه ناسته کړې.

له ولسمشر غني سره دې مشورتي غونډه کې پر پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف، د ملي شورا د دواړو جرګو په رئیسانو او ځینو نورو سیاسونو او چارواکو سربېره د هغه پلاوي غړو هم برخه اخیستې وه چې له طالب مشرانو سره د خبرو لپاره دوحې ته روان دی.

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې دا ناسته له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر غني د مشورتي ناستو لړۍ بللې.

د ارګ اعلامیه وايي، په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د سولې پروسه د افغان حکومت لومړیتوب دی او "د دې بهیر ټول راتلونکي ګامونه به په تفاهم او اجماع اخیستل کېږي."

په دې ناسته کې د سولې او ثبات د تامین، د جمهوریت نظام د پیاوړتیا او د افغان ملي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په پیاوړې سیاسي اجماع ټینګار شوی دی.

دوحې ته د تلونکي پلاوي مشري د ملي مصالحي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي او ویل شوي چې مخکینی ولسمشر حامد کرزی، محمد یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، عنایت الله بابر فرهمند او اکرم خپلواک یې غړي دي.

ټاکلې وه دا پلاوی د شنبې پر ورځ قطر ته لاړ شي خو ویل کېږي له طالبانو سره کتنو کې یې واکونو او دغه راز د طالبانو له اړخه د پلاوي د کچې په تړاو بحثونو دا سفر د روانې اوونۍ تر پایه وځنډاوه.

قطر ته د دې مخکښو افغان سیاستوالو د سفر موخه د سولې د خبرو د بهیر چټکول بلل شوي.

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني دوشنبه ارګ کې له سیاسي مشرانو سره مشورتي ناسته کړې

وړاندې دا هم ویل شوي وو چې مخکیني ولسمشر حامد کرزي ته دنده ورکړل شوې چې له ولسمشر غني سره د دغه پلاوي د واکونو په اړه خبرې وکړي.

د یادونې ده چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعيم هم بي بي سي ته ویلي چې د دوی د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون مرکچي پلاوی دوحه کې حاضر دی او که کومه کتنه یا غونډه وي نو ګډون پکې کولی شي.

د ارګ اعلامیه وايي له سیاسي او جهادي مشرانو سره ناسته کې امریکا ته د ولسمشر غني راتلونکي سفر په اړه هم مشوره وشوه او دا سفر مهم وبلل شو.

افغان حکومت تر اوسه امریکا ته د ښاغلي غني د دغه سفر په اړه ډېر څه نه دي ویلي، خو سپینې ماڼۍ پرون (یکشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به د جون پر ۲۵مه (راتلونکې جمعه) واشنګټن کې له امریکایي ولسمشر جو بایډن سره ګوري.

په دې اعلامیه کې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جېن ساکي له قوله ویل شوي، په دې کتنه کې به له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په درشل کې د افغانستان او امریکا پر دوامداره ملګرتیا خبرې کېږي.

سپینۍ ماڼۍ په دې اعلامیه کې همدا راز یو ځل بیا د افغان سولې بهیر ملاتړ څرګند کړی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د جګړې د ختمولو لپاره دې معنا داره مذاکرات وکړي.