طالبان سرپل کې د صیاد او حکومت د کندوز د خان اباد ولسوالۍ د بېرته نیولو خبره کوي

طابان

وسلوال طالبان وايي، د سرپل صیاد ولسوالۍ د افغان ځواکونو وتلو سره اوس د دې ولسوالۍ پر مرکز واکمن شوي او کندوز کې یې هم د خان اباد مرکز نیولی دی.

د افغانستان شمال ختیځ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، افغان ځواکونه د هوايي او کمانډو ځواکونو په مرسته له خپلو جنګي وسایلو سره د دغه ولایت له صیاد ولسوالۍ وتلي او د سرپل مرکز ته لېږدېدلي دي.

دوی دا ردوي چې طالبانو په صیاد ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.

خو طالبان وايي، صیاد کې افغان ځواکونو له څو ورځو د تسلیمېدو خبره کوله، خو له خپلې ژمنې په شا شول او له ولسوالۍ د وتلو پر مهال ۴۵ تنه ووژل شول او ۲۰ نور بندي شول.

د سرپل د ولایتي شورا غړي حسین مجاهد زاده هم د بي بي سي خبریال نجیب پاڅون ته ویلي، کله چې امنیتي ځواکونو غوښتل له صیاد ولسوالۍ ووځي په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شوي او په دغه پېښه کې لس تنه سرتېري وژل شوي او تر شلو ټپیان دي.

د کندوز خان اباد کې جګړه

کندوز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان ځواکونه د خان اباد ولسوالۍ له مرکز یو کیلومتر شا ته شوي دي.

وسلوالو طالبانو نن سهار کندوز کې د خان اباد ولسوالۍ د مرکز نیولو خبره هم کوله.

د خان اباد ځايي خلکو او د کندوز ولایتي شورا هم ویل چې د ولسوالۍ مرکز د حکومت له لاسه وتلی دی.

خو وروسته د ولایتي شورا مشر یوسف ایوبي د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته ویلي، طالبان شاتګ ته اړ شوي او مرکز بېرته حکومتي ځواکونو نیولی دی:

"سیمه ییزو ځواکونو او ولسي پاڅون خلکو له څلورو خواوو پر مرکز برید وکړ، طالبان ووتل او حکومت بېرته مرکز ونیول."

د ولایتي شورا یو غړی غلان رباني هم وايي، طالبان په هوايي برید کې هم زیانمن شوي او له شا تګ ته اړ شوي دي.

د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي، جګړه د ولسوالۍ بازار کې ده او امنیتي ځواکونه بازار کې چاڼیز عملیات کوي.

د افغانستان دفاع وزارت هم یوه اعلامیه کې وايي، د هوايي ځواک ملاتړ سره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خان اباد ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي او طالبان یې له درنې مرګ ژوبلې سره د ولسوالۍ له بازار او امنیه قومندانۍ په شا کړي دي.

طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ويلي.

طالبان

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، طالبانو دې وروستیو کې مختلفو ولایتونو کې ولسوالۍ ونیوې.

طالبان له نږدې یو کال راهیسې د تخار- کندوز او کندوز-بغلان پر سړک- چې خان اباد هم له مرکز سره نښلوي- حضور درلود.

طالبانو تېره پنجشنبه د کندوز ګاونډ کې د تخار اشکمش ولسوالي هم ونیوه او له امله یې ځینې خلک د کندوز د خان اباد له لارې تر طالقان لاړل.

دې ډلې له تېرې میلادي میاشتې راهیسې پر تخار او کندوز سربېره ګاونډي بغلان، میدان وردګ، غزني، لغمان، نورستان، نیمروز، غور او زابل کې څو ولسوالۍ ونیوې، خو حکومت وايي له ځینې سیمو یې تاکتیکي شاتګ کړی او وسلوالو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.