طالبانو د تخار تر اشکمش نیولو وروسته بنګي کې بریدونه زیات کړل

Taliban

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، طالبانو وروستیو کې په مختلفو ولایتونو کې بریدونه ډېر کړي دي.

د افغانستان شمال ختیځ ته له تخار ولایت رپوټونه وایي، وسلوالو طالبانو د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت د اشکمش ولسوالۍ تر نیولو وروسته په ځنګلورې بنګي ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.

تخار کې یوه امنیتي سرچینه هم وايي، وسلوالو طالبانو بنګي کې بریدونه زیات کړي دي.

د تخار د ولایتي شورا منشي اعظم افضلي هم د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته ویلي، طالبانو بنګي کې د سیاه اب پوسته نیولې او افغان سرتېري د ولسوالۍ پر لور شا ته شوي دي.

نوموړی دا هم وايي، درې ځايي قومندانان چې هر یوه له شلو تر ۳۰ وسلوال درلودل او بنګي کې د طالبانو ضد وو، دې ډلې ته تسلیم شوی دي.

ولسي خلک هم دا خبره تاییدوي.

د تخار د والي ویاند حامد مبارز وایي، بنګۍ ولسوالۍ ته د ننوتلو سیمه او سیاب کلي کې د طالبانو او افغان ځواکونو تیت پرک نښتې روانې دي.

نوموړی وايي، دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی، خو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د بنګي ستراتیژیک اهمیت

بنګي د تخار، کندوز او بدخشان د لویې لارې څنګ ته له کندوز او بغلان سره پر پوله پرته ولسوالي ده.

د تخار بنګي او اشکمش او د بغلان بورکه خپلو کې سره نښتې ولسوالۍ او سیمه یې سراتیژیک اهمیت لري.

کله چې طالبانو تېره میاشت د بغلان ولایت بورکه ونیوه، نو هغه وخت وېره دا وه چې که دا ولسوالي وساتي، اشکمش هم په اسانه نیولی شي، ځکه طالبان له دې لارې یوې او بلې ولسوالۍ ته وسلوال لېږدولی شي.

طالبانو پرون د اشکمش د نیولو خبره وکړه او هغه مهال په تخار کې یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط‌ بي بي سي ته وویل، طالبانو د اشکمش ولسوالۍ د ښار ځینې برخې نیولې دي.

د جمعې په ورځ د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ مرکز ټول ونیو.

یوې امنیتي سرچینې هم بي بي سي ته منلې چې د اشکمش ولسوالۍ بریدونو کې ۱۱ ولسي پاڅونوال، پولیس او د ملي امنیت مفرزه ځواکونه وژل شوي او شل ټپیان دي.

د تخار ولایتي شورا منشي اعظم افضلي هم وايي، له دې ولسوالۍ افغان ځواکونه د کندوز خان اباد ولسوالۍ ته په شا شوي دي.

هغه دا هم وایي، چې اشکمش کې د ولسي پاڅون ځینې غړي سیمه کې د خپلو خپلوانو کورونو کې پټ شوي دي.

د ولسي خلکو کډوالېدل

طالبان

د عکس سرچینه، MOD

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د اشکمش ولسوالۍ په هکله څه نه وایي، خو زیاتوي چې دغه ولسوالۍ کې یې پرون د طالبانو پر یوه غونډه هوايي برید کې اته وسلوال وژلي دي.

د ولایتي شورا منشي اعظم افضلي هم وايي، افغان ځواکونو بېګا مازیګر څلور بجې د اشکمش پر قومنداني او ملي امنیت ودانۍ حمله کړې ده.

نوموړي په دې برید کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ونه ویل، خو یوه ولسي وګړي بي بي سي ته وویل، دې پېښه کې تر درې څلور ولسي وګړي هم ووژل شول، چې د جګړې له وېرې نورو سیمو ته په کډه روان وو.

د اشکمش له جګړې تر شپږ سوو کورنۍ له خپلو کورونو کډه شوې دي.

یو کډوال چې د اشکمش له جګړې ولایتي مرکز طالقان ښار ته کډه شوی له نوم پرته بي بي سي ته وویل، اشکمش ښار له خلکو خالي شوی دی:

"خلک په ګرمي او بې موټره یا موټر کې له سیمې په پرېشانۍ ووتل، ان سړک بند و، خلک په دښته او غرونو د کندوز د خان اباد له لارې مرکز طالقان ته ورسېدل. اوس هم ځینې خلک لار کې بند دي او لا طالقان ته رسېدلي نه دي."

طالبانو تېره میلادي میاشت د تخار ګاونډي بغلان کې بورکه، لغمان کې دولت شاه، میدان وردګ کې جلرېز او نرخ، روزګان کې ګیزاب، غور کې د شهرک ولسوالیو پر نیولو سربېره نورو ولایتونو کې هم د ورته سیمو د نیولو ادعا کړې ده.

خو د افغانستان دفاع وزارت وایي، له ځینو سیمو یې تاکتیکي‌ شاتګ کړی او جګړه کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله ور اړولې ده.