طالبانو د فاریاب دولت اباد ولسوالي ونیوه

تر دولت اباد مخکې طالبانو د فاریاب قیصار ولسوالي هم ونیوه.
د عکس تشریح، تر دولت اباد مخکې طالبانو د فاریاب قیصار ولسوالي هم ونیوه.

د افغانستان شمال لوېدیځ ته له فاریاب رپوټونه وايي، وسلوالو طالبانو د دې ولایت د دولت اباد ولسوالۍ مرکز نن سهار نیولی دی.

چارواکو په رسمي ډول لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو په فاریاب کې یوه امنیتي سرچینه له بي بي سي سره خبرو کې تاییدوي چې طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ پر مرکز ولکه وکړه.

د دولت اباد ولسوالۍ ډېرې سیمې له کلونو راهیسې د طالبانو لاس کې وې.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبېک وايي، دولت اباد کې ځايي ځواکونو ته د هوايي او ځمکني ملاتړ نه رسېدو له امله دا ولسوالي بشپړه د طالبانو لاس ته ورغله:

"دا ولسوالي له درې کلونو راهیسې د طالبانو کلابندۍ کې وه، خو تېرو دریو ورځو کې طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز او امنیه قومندانۍ بریدونه ډېر کړل او اوس بشپړه لاس ته ورغله. "

نوموړی وايي، دې بریدونو کې د ملي اردو د دوو مړیو په ګډون له ۱۵ ډېر امنیتي ځواکونه چې پوځ پولیس او د مفرضه په نوم د ملي امنیت ملاتړي ځايي ځواکونه پکې دي د طالبانو لاس ته ورغلي دي او پاتې اندخوی ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه ولسوالۍ کې کلابند سرتېري د کمانډویانو په مرسته د قرمقول او اندخوی ولسوالیو ته لېږدول شوي.

په دې وروستیو کې فاریاب کې جګړو زور اخیستی او د امنیتي وضعیت ارزونې لپاره یې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان بیګاه دغه ولایت ته رسېدلی دی.

د غزني اب بند ولسوالۍ کې جګړه

طالبان
د عکس تشریح، طالبانو له کلونو راهیسې دا ولسوالي کلابند کړې وه.

د غزني اب بند ولسوالۍ کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو نښته شوې او وسلوال طالبان وايي، پرون یې دغه ولسوالۍ کې د امنیه قومندانۍ د انتن په نوم مهمه پوستنه نیولې ده.

خو د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، له انتن پوستې یې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره شاتګ کړی دی.

د هغه په خبره، پرونیو نښتو کې ۱۴ طالبان وژل شوي ۷ ټپیان دي:

"زموږ درې سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي. وسلوالو د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخیست، افغان ځواکونو په خلاص لاس عملیات نه شوی کولی، د ولسوالۍ مقام ته ستانه شوي دي. "

Taliban

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، طالبانو وروستیو کې په مختلفو ولایتونو کې بریدونه ډېر کړي دي.

طالبانو تېرو دریو ورځو کې د فاریاب قیصار، د غور شهرک او روزګان ګېزاب ولسوالۍ ونیوې.

خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله عشرت احمدزی وايي، افغان ځواکونو له دغو دریو ولسوالیو تاکتیکي شاتګ کړی دی.

تېره مې میاشت کې د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیلېدو سره طالبانو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي.