"بغلان کې وضعیت ارام دی، خو هره شېبه د جګړې پیلېدو وېره شته"

MOD

د عکس سرچینه، MOD

د افغانستان د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې خلک وايي، بېګا د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه وه، خو اوس نشته، مګر هره شېبه د جګړې د پیلېدو وېره شته.

ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی اسدالله شهباز وايي، بېګا مرکزي بغلان کې څلورو خواوو کې جګړه وه، خو اوس وضعیت ارام دی.

نوموړی وايي، مرکزي بغلان کې د دواړو خواوو د جګړې له امله خلک زیانمن شوي دي: "جنګ اوس نشته خو خلک وېره لري چې بیا به جګړه پېښه شي."

د مرکزي بغلان اوسېدونکی بشیر اخونزاده وايي دواړه خواوې د ښار یو کیلومترۍ کې مورچلو کې سره ناستې دي او هره شېبه د جګړې پېښېدو وېره شته:

"ښار کې ډېری دوکانونه تړلي دي. څوک نه مالومېږي یواځې د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره که څوک ښار ته وځي ژر بېرته ځي. خلک وېرېږي او وايي بیا به جګړه ژر پیل شي. خلک له حکومت ناهیلي دي. مخکې به جکړه له ښار څلور یا پنځه کیلومتره لرې وه، خو اوس طالبان د ښار سل مترۍ کې دي. "

نوموړی وايي، د مرکزي بغلان خلک تر ډېره کرونګر دي او که جګړه اوږدېږي د دوی پر کرنه او راتلونکي حاصل به هم بد اغېز وکړي.

وکیل اسدالله شهباز هم د ورته خبرې سره زیاتوي: "موږ له دواړو خواوو غواړو چې جنګ ګټونکی نه لري او ضرر یې افغانانو ته دی. زموږ هیله دا ده چې خبرې وشي، سوله وشي او جنګ ونه شي."

د خلکو دا وېره په داسې مهال ده چې د افغانستان دفاع وزارت وايي، بغلان ته تازه دم کمانډو ځواکونو رسېدو سره د وسلوالو طالبانو پرضد هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

د افغانستان شمال ته د کماڼدو لېوا قومندا صفی الله محمدي هم وايي، بغلان کې افغان پوځ، پولیسو او کمانډو ځواکونو تېرو ۴۸ ګړیو کې عملیاتو سره له سلو ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده:

خو وسلوال طالبان د دفاع وزارت دا ادعاوې ردوي.

وسلوال طالبان د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ کې هم د جګړې او عملیاتو خبره کوي.

اسد الله شهباز دهنه غوري کې د جګړې تاییدولو سره وايي، دغه جګړه کې د خلکو کورونه او دوکانونه سوځېدلي دي.

غزني کې د ۳۴ طالبانو د وژلو ادعا

له بلې خوا غزني کې چارواکي وايي، بېګا یې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې هوايي برید سره ۳۴ وسلوال طالبان وژلي او شپږ یې ټپیان کړي دي.

افغان ځواکونه وايي، دې برید کې ولس ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د بغلان اهمیت

.
د عکس تشریح، بغلان کابل له شمالي او شمال ختیزو ولایتونو سره نښلوي.

له پلازمېنې کابل د افغانستان شمال ختیزو او شمالي ولایتونو لار پر بغلان تېره شوې او له دې لارې د منځنۍ اسیا سوداګریز توکي هم تر کابل رسېږي.

وسلوالو طالبانو د پنجشنبې په ورځ د مرکزي بغلان د ډېرو سیمو د نیولو او دې ډلې ته د نږدې دوو سوو سرتېرو د تسلیمېدو دعوه وکړه.

هغه مهال دفاع وزارت یواځې په سیمه کې جګړه تایید کړه.

په دغه سیمه کې د پرونۍ جګړې له امله تر ډېره د سپرلۍ او باري موټرو تګ په ټپه ولاړ و.

طالبانو درې ورځې مخکې د بغلان بورکه ولسوالي هم ونیوه.

د بغلان بورکه ولسوالي له مرکز نږدې ۸۵ کیلومتره لرې د تخار له اشکمش ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده او مخکې هم څو ځلې طالبانو نیولې وه.

تر دې وړاندې هم ډېره ځله تخار کې ځايي چارواکو ویلي چې اشکمش ته طالبان له بورکه ولسوالۍ ورځي.

طالبانو وروستیو کې د بغلان، غزني، هلمند او کندهار په ګډون مختلفو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پرضد بریدونه پیل کړي دي.