تخار کې لږترلږه ۳۰افغان سرتېري وژل شوي

حمله تخار

تخار کې د وسلوالو طالبانو په دوه جلا بریدونو کې د افغان امنیتي ځواکونو نږدې ۴۰ غړي وژل شوي. ددغه ولایت امنیې قوماندانۍ امنیت امر هم په وژل شویو کې دی.

امنیتي چارواکو ویلي په لومړي برید کې طالب جنګیالیو په بهارک ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو یو مرکز په نښه کړی. په دویمه پېښه کې، طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ په مرکز برید کړی.

طالبانو ددغو بریدونو پړه منلې او ادعا یې کړې کومانډو ځواکونو ته یې چې له تېرې اوونۍ راهیسې په عملیاتو بوخت وو، درنه مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم دغه برید کې د تخار د امنیت امر سمونیار راز محمد دور اندېش وژل کېدل مني.

د چارواکو په خبره، وسلوالو طالبانو د بهارک ولسوالۍ په سپین جومات سیمه کې د امنیتي ځواکونو په مرکز برید کړی دی.

د تخار د والي ویاند جواد هجري بي بي سي ته وویل، سپین جومات کې لا هم جګړه روانه ده، او د ده په خبره نښتو کې دېرش طالب وسلوال هم وژل شوي.

د روغتون مخ ته د قربانیانو خپلوان د مړو ترلاسولو ته منتظر دي.
د عکس تشریح، د روغتون مخ ته د قربانیانو خپلوان د مړو ترلاسولو ته منتظر دي.

د تخار دعامې روغتیا مشر قیوم حیرت بي بي سي ته وویل، ۳۴ مړي ولایتي روغتون ته ور وړل شوي دي او له تکفین وروسته خپلو وارثانو ته سپارل کېږي.

نوموړی وايي، اتو ټپیانو کې د دریو وضعیت ښه نه و، چورلکه کې کابل ته ولېږدول شول او پنځه بستر دي.

نوموړي د دې وژل شویو سرتېرو په هکله وویل: "شهیدانو کې لس د ځانګړې قطعې او د ۹۹۹ قطعې هم لس سرتېري دي. د تخار پولیسو ۱۷ شهیدان دي چې ۱۲ روغتون ته راوړل شوي دي او دوی کې د تخار امنیت امر هم دی، چې موږ ته خواشینوونکې خبره ده."

خو یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، دې برید کې تر ۶۰ پورې امنیتي ځواکونه وژل شوي، خو لا هم د ټولو مړي روغتون ته نه دي رسېدلي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د یوه سرتېري د سترګو لیدلی حال

د محمد ظریف په نوم یوه سرتېري بي بي سي ته وویل:"جګړه د شپې درې بجې پیل شوه، تر پنځو روانه وه، نه هوايي او نه ځمکنۍ مرسته راغله، لس ټانکونه وسوځېدل، ۳۵ تر ۴۰ مړي لرو."

بهارک ولسوالي د تخار د مرکز تالقان ګاونډۍ ده او بیا بیا د وسلوالو طالبانو له بریدونو سره مخ شوې ده.

تخار کې وروستي عملیات

د افغان پوځ لوی درستیز یاسین ضیا او د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین صبور قانع وروستیو کې نږدې دوه اونۍ تخار کې د وسلوالو طالبانو پرضد د افغان ځواکونو عملیات څارل.

وروسته دوی بیا وویل، چې د تخار ښار له نږدې سیمو او بارک ولسوالۍ یې طالبان بشپړ اېستلي دي.

یاسین ضیا

د عکس سرچینه، YASIN ZIA FB

د عکس تشریح، څه مهال مخکې لوی درستیز یاسین ضیا وویل، بهارک یې بشپړ له طالبانو نیولی دی.

خو د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال طالبان له سیمې وتلي وو او دې عملیاتو کې یې کومه جوته مرګ ژوبله نه درلوده.

ګډ افغان ځواکونه د بهارک ولسوالۍ په سپین جومات کې وو، خو دا سیمه طالبانو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او تېرو دریو کلونو کې د طالبانو محکمه هم پکې وه.

بېګا وسلوالو طالبانو همدې سیمه کې له څو لورو پر افغان ځواکونو برید کړی دی او د یوې سرچینې په خبره تر شپېتو سرتيري دغه برید کې وژل شوي دي.

د تخار ولایتي چارواکي وايي، دې ډلې د بهارک په ګاونډۍ خواجه بهاوالدین ولسوالۍ هم بېګا برید کړی دی.

خواجه بهاوالدین هم یوه ناامنه ولسوالي ده او له دې مخکې د طالبانو لاس کې وه.