تخار او کندوز کې جګړه؛ د ۹ پوځیانو او ۱۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا

تخار

د عکس سرچینه، MOD

د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار کې بېګا وسلوالو طالبانو د دې ولایت د دښت کلا ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.

ځايي سرچینې وايي، جګړه د ولسوالۍ د یو کیلومترۍ په واټن نواباد کلي کې لا هم روانه ده.

تخار کې یوې امنیتي سرچینې له نوم پرته بي بي سي ته وویل، دې برید کې تراوسه د ملي اردو شپږ سرتېري او درې پولیس وژل شوي او درې پولیس او یو سرتېری هم ټپي دي.

له بلې خوا د کندوز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري وايي، وسلوالو طالبانو بېګا له څو لورو د کندوز ښار پر دریمه امنیتي حوزه بریدونه وکړل.

د نوموړي په خبره، د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۵ طالبان ووژل شول.

هغه زیاتوي چې طالبانو امام صاحب ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو، خو ځوابي برید کې ۱۲ طالبان ووژل شول.

نوموړی وايي، دې بریدونو کې یوازې یو مخلي پولیس ټپي شوی دی.

وسلوالو طالبانو له په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

وروستو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ مختلفو سیمو کې نښتې او بریدونه کېږي.

پرون کندوز کې ځايي چارواکو ومنله، په هوايي برید کې لسګونه طالبانو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جګړې له ټولو ښکېلو لورو بیا د تاوتریخوالي کمول غواړي.

زلمی خلیلزاد خپل ټوېټر کې لیکي، تېرو څو ورځو کې تاوتریخوالی ډېر شوی او له امله یې د ولس په ګډون ډېر افغانان وژل کېږي.

نوموړی دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدو ته په اشاره وايي:

"اړینه ده چې ټولې خواوې تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي."

د سولې خبرې

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په دا مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوحه د سولې مرکچیانو ګډې جرګګۍ د یکشنبې په ورځ هم غونډه درلوده.

د افغانستان د سولې چارو وزارت خبرپاڼه وايي، دې ناسته کې د سولې مذاکراتو پر کړنلاره بحث وشو او د اختلافي مواردو د حل په برخه کې "پرمختګ" شوی.

‏د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وايي: "په دې ناسته کې بيا هم د راتلونکو مجالسو د کاري اصولو په اړه بحث وشو. هيله ده چې د پاتې ټکو په اړه ګډ تفاهم رامنځ ته او بعدي ناستې پيل شي."

اختلافي ټکي

طالبان

د عکس سرچینه، EPA

نږدې لس ورځې مخکې دوحه کې د سولې خبرې پیل شوې او له هغه راهیسې تراوسه دواړه لوري د خبرو د ایجنډا، چوکاټ او اصولو پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي.

ځینې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د اختلاف یو ټکی هم د خبرو بهیر کې حنفي مذهب د بحثونو د اصولو په توګه اساس ټاکل دي.

د افغانستان اساسي قانون سني حنفي او جعفري شیعه د دغه هېواد د رسمي مذهبونو په توګه په رسمیت پېژني.

د افغانستان ډېری وګړي سنیان دي، خو لږکي شیعه مذهبه هم لري.