کندوز کې بمبارۍ مرګژوبله اړولې

له تېرې یوې اونې راهیسې په افغانستان کې د تاو تریخوالي پېښو ډېرېدو رپوټونه ورکړل شوي (ارشیف تصویر)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له تېرې یوې اونې راهیسې په افغانستان کې د تاو تریخوالي پېښو ډېرېدو رپوټونه ورکړل شوي (ارشیف تصویر)

کندوز والي تایید کړې چې د ملکيانو په ګډون ۲۰ کسان د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د هوايي بمبارۍ له کبله وژل شوي دي.

والي عبدالستار میرزکوال وايي، د طالبانو پر یوه مرکز له بمبارۍ وروسته خلکو مړي راایستل چې دویم برید وشو.

د نوموړي په وینا پېښه کې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې پېښه کې ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.

د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، وسله والو طالبانو په نیکپای سید رمضان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ، چې په ځوابي برید کې ۳۰ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: ''د ملي دفاع وزارت په دې پیښه کې ملکي کسانو ته د زیان رسېدو په اړه څېړنه کوي او د خپلو څېړنو پايلې به له خلکو سره شریکې کړي. ''

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي، برید د خان اباد نیکپای سیمې په سید رمضان کلي پر ملکي خلکو شوی، چې په وینا یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ ملکي کسان پکې وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي.

بل لور ته له پېښو د دې ډکې ورځې پر سهار د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال په ډزو ووژل شو.

چارواکي وايي، نوموړی پوهنتون ته پر لار و، چې مخامخ پرې ډزې شوې او وژل شوی دی.

تر اوسه د نوموړي د وژنې پړه چا نه ده منلې.

د افغان ولسمشرۍ ماڼې په یوه وینا پاڼه کې پر دې پېښه د خواشینۍ تر څنګ د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پر وسله والو طالبانو یو ځل بیا د دایمي اوربند غږ شوی دی.

د پکتیا څنګ ته په پکتیکا ولایت کې هم د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.

امنیتي چارواکي وايي، په ومنه ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو له بریدونو وروسته د امنیت ولایتي امر محمد اصف توخی له امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ په موخه ورروان و، چې په لاره کې د خښ شوي ماین چاودنې له کبله له اتو سرتېرو سره یو ځای ووژل شو.

طالبان وايي، دغه برید دوی کړی دی. چارواکي په دې نښتو کې طالبانو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.