کندوز کې ماین چاودنې ۱۵ ولسي وګړي وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان چارواکي وايي، د پنجشنبې په ماښام د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي. ویل کېږي دا کسان له خان اباد ولسوالۍ واده ته روان وو، چې امام صاحب کې پرې ماین وچاودېد.
د کندوز د والي له دفتره خبرپاڼه کې ویل شوي چې ماین وسلوالو طالبانو اېښې و، خو وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دې پېښه کې شپږ مېرمنې، یو نارینه، شپږ کم عمره نجونې او دوه ماشومان شامل دي. خبرپانه کې دا هم ویل شوي چې دې پېښه کې دوه کسان ټپي شوي دي.
د والي عبدالجبار نعیمي له خولې ویل شوي چې ترهګرې ډلې په تېره وسلوال طالبان تل ناانساني او ناایماني کړنې تر سره کوي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم یوه ټوېټ کې دا پېښه غندلې ده.

رویټرز خبري اژانس رپوټوي چې دې پېښه کې اته ماشومان او شپږ ښځې وژل شوې دي. د امام صاحب ولسوال محب الله سعیدي دې اژانس ته ویلي، دا پېښه د ولسوالۍ پر لوی سړک شوې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ملګري ملتونه وايي، روانه افغان جګړه کې ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوړي او تېرو کلونو کې دا شمېره ډېره شوې ده.
دې ادارې تېر اکټوبر کې وویل، چې روان میلادي کال په نهو میاشتو کې نږدې دوه زره پنځه سوه ولسي وګړي وژل شوي او له پنځو زرو شپږ سوو ډېر ژوبل شوي دي.
د یوناما د رپوټ له مخې د دې مرګ ژوبله نږې ۴۱ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
کندوز د افغانستان شمال ختیځ کې یو مهم ولایت دی. وروستي کلونه دې ولایت کې ناامني ده او تېرو پنځو کلونو کې طالبانو دا ښار دوه ځلې نیولی دی.









