"په کندوز کې د امریکا هوايي برید پنځه ملکیان وژلي"

د کندوز د والي ویاند مرادي وايي، د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر وسله والو مخالفینو د هوايي برید له امله د یوې اته کلنې ماشومې په ګډون لږ تر لږه پنځه ملکیان وژل شوي دي.
تېره ورځ (جمعه) د وژل شویو جسدونه د دوی د کورنیو له خوا د اعتراض په بڼه د کندوز ښار ته راوړل شوي وو.
ښاغلي مرادي بي بي سي ته وویل، اعتراض کوونکو غوښتل چې د کندوز ولایت چارواکي، مرکزي دولت او ولسمشر دې دا پېښه وڅېړي، د ده په وینا، د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په دې پېښه کې د وژل شویو کورنیو له غړو سره ولیدل او د څېړلو لپاره یې پلاوی وټاکه.
په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ویلي، چې "د کندوز ولایت په دشت ارچي یا امام صاحب ولسوالۍ کې د شوي ملکي مرګ ژوبلې په اړه له خپاره شوي راپوره خبر یو، موږ به دا راپورونه وڅېړو."
په کابل کې ډاکټر نیلوفر ایوبي چې په دې پېښه کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي، بي بي سي ته وویل په دې برید کې یې د یوه کلن ماشوم په ګډون ترونه هر یو غلام رباني او غلام ګیلاني سره د مېرمنو وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC
هغې وویل:"دوی د کندوز له چاردرې ولسوالۍ دشت ارچي ته په یوه جنازه کې د ګډون لپاره روان وو چې د راستنېدو پر مهال د طالبانو له سیمې تېرېدل او پر موټر یې برید وشو."
افغان چارواکو او نړیوالو ځواکونو تراوسه د یاد برید په اړه جزییات نه دي ورکړي او بي بي سي د اغلې ابراهیمي څرګندونې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.





